یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / دوحه: افغان دولت او د طالبانو مرکچیانو خپلمنځي ناسته کړې.

دوحه: افغان دولت او د طالبانو مرکچیانو خپلمنځي ناسته کړې.

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان دولت مرکچي پلاوي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویلي، دوشنبه ماښام د بین الافغاني‌ مذاکراتو د دواړو پلاو مشرانو او یو شمېر غړو خپلمنځي ناسته کړې ده.

دواړو خواو پر خپلو اړوندو ټوېټر پاڼو لیکلي، چې دوی د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ او د اجنډا موضوعاتو ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د افغان دولت مرکچي پلاوي يو غړی غلام فاروق مجروح وايي، “ټاکل شوي سبا د تماس ډلې د ټاکل شوې اجنډا له مخې د جنډا په جزيات کار وکړي او مذاکرات په نورمال ډول پر مخ ولاړ شي”.

د دواړو خواو ترمنځ دا ناسته له څلور اوونۍ ځنډ وروسته ترسره کېږي. افغان چارواکو په دې موده کې بیا بیا پر طالبانو نیوکه کوله چې د خبرو مېز یې پریښی دی او په بهرنیو سفرونو بوخت دي.

خو طالبانو ویلي وو چې د دوی د مشرانو ځینې بهرني‌ سفرونه مهم وو او ټینګار یې کاوه چې دوی بین الافغاني خبرو ته ژمن دي او ژر به دا بهیر بیا پیل شي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو او د ناټو غړو هېوادونو هم پر طالبانو فشار ډېر کړی و چې باید په سملاسي توګه بین الافغاني خبرې بېرته پیل کړي.

دا ناسته په داسې حا کې شوې چې څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي وو، په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغه دپيلوماتيک بهير کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پيل شوې دي.

خو بل پلو دوې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب طالبان تورن کړي وو چې د واک او پانګې ترلاسه کولو لپاره يې د جګړې اور تود ساتلی دی او د مذاکراتو ميز يې پرايښی دی.

خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې په ټول افغانستان کې یې تاوتریخوالی کم کړی دی، طالبانو ویلي د لویو ښارونو په مرکزونو او ولسوالیو یې بریدونه نه دي کړي، د ولایتونو د سقوط پلان نه لري او پسرلني عملیات یې هم نه دي اعلان کړي.

3 تبصرې

  1. Hey there! This is kind of off topic but I need some advice from an established blog. Is it tough to set up your own blog? I’m not very techincal but I can figure things out pretty quick. I’m thinking about setting up my own but I’m not sure where to begin. Do you have any ideas or suggestions? Cheers

  2. you have a great blog here! would you like to make some invite posts on my blog?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *