شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / دولس کاله وروسته په لومړي ځل اسلام اباد ته د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سفر،موخه یې څه ده؟

دولس کاله وروسته په لومړي ځل اسلام اباد ته د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سفر،موخه یې څه ده؟

ټاکل شوې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف نن (سه شنبه) د پاکستان په دوه ورځنې سفر اسلام اباد ته رسیږي اؤ دلته به پاکستاني چارواکو سره دخپل منځي اړیکو ترڅنګ دافغانستان په موضوع هم خبرې اترې کوي.

مطبوعات وايي د هغه سره په ديارلس کسيزه پلاوي کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی زمير کابلوف هم شامل دی.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جارى شوي بېان کې ویل شوي چې نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان او د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه او د خارجه چارو وزیر شاه محمود قريشي سره هم لېدنې کوي.

څېړونکي وايي که څه هم په دې سفر کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزه اړيکو خبرې کوي خو د خبرو مهمه موضوع به افغانستان وي.

دا به 2012م نه وروسته اسلام اباد ته د روس دبهرنیو چارو د وزیر وړومبی سفر وي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپل یو ویډيو بیان کې وایي چې دپاکستان اؤ روسیې دوه اړخېزه اړېکې نوی شکل اختیاروي.

هغه ویلي دواړه هیوادونه په سیمه کې همکارۍ ته د ودې ورکولو لیوالتیا لري اؤ دافغانستان په موضوع خپلو کې په ګډه صلاح مشورې کوي.

شاه محمود قریشي وایي دمارچ په 18مه نېټه یې افغانستان دپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم لیدنه کې دافغانستان په بدلېدونکي صورتحال خبرې اترې کړې دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو ترمنځ کېدونکې غونډه کې به د دواړو هیوادونو د اړېکو جاج اخستل کیږي اؤ دوئ به په سیمه ییزو اؤ نړیوالو ستونزو هم خبرې اترې کوي.

په دې وروستیو کې بیلابیلو څانګو کې دمخ په زیاتېدونکو اړیکو ترڅنګ روس اؤ پاکستان دافغانستان دامن دعمل مخ په وړاندې بوتللو کې هم همکاري سیوا کړې ده.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي پاکستان غواړي چې دبهرنیو مشرانو سره یوازې په دوه اړخېزه اړېکو خبرې وکړي خو د روس دپاره به د سرګي لاروف په دې سفر کې افغانستان یوه مهمه موضوع وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي د روس نه راتلونکي دیارلس کسیز پلاوي کې افغانستان دپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم شامل دی اؤ دا ښایي چې روسي مشران دلته پاکستان سره دافغانستان په معامله خبرې اترې کول غواړي.

هغه وایي په دې وروستیو کې چې دماسکو ا‌ؤ اسلام اباد ترمنځ اړېکې ښې شوي دي نو دې کې د افغانستان دموضوع لاس هم شته.

هغه وایي د روسیې اؤ‌ پاکستان اړېکې وروسته له هغې په ښې کیدو شوې چې په دې تیره موده کې دامریکې اؤ پاکستان اړېکې خړې شوې وې.

ټاکل شوې ده چې د روس دبهرنیو چارو وزیر به پخپل دوه ورځني سفر کې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان ترڅنګ د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم لېدنه کوي.

دپېښور پوهنتون دنړیوالو اړېکو استاد خورشید خان وایي د روس خارجه وزیر خپل دا سفر پاکستان ته په داسې حال کې کوي چې هم په روانه میاشت کې په ترکي کې دافغانستان په هکله داستنبول دپروسې په نوم یوه مهمه غونډه هم راجوړېدونکې ده.

هغه وایي”فکر کوم چې دپاکستان اؤ روس ترمنځ دا کومه ډپلوماسي روانه ده نو دا هم یوازې اؤ یوازې د افغانستان د روغې جوړې په اړوند ده اؤ دواړه هیوادونه هڅې کوي چې دافغانستان د روغې جوړې په اړه د دوئ دریځونه یو شان شي”

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال رحیم الله یوسفزی هم وایي چې پاکستان اؤ روس دافغان کشالې د هواري په اړوند یو شان خیالات لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي روسیه چې دافغانستان په موضوع کې دومره خوښي لري نو دهغې څو علتونه دي ، یو دا چې افغانستان د روسیې ګاونډي هیواد شمارل کیږي اؤ بل په افغانستان کې د اورپکو ، القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو موجودیت هم د روس پام افغانستان ته ګرځولی دی.

ښاغلی یوسفزی وایي په تیرو وختونو کې افغانستان ته چیچن وسله وال هم ورغلي وؤ چې هغې څخه هم روسیې ته خطره شته اؤ‌ دمخدره موادو نه هم روس یو خطر کوي نو ځکه دغه هیواد ځان دافغانستان څخه لاتعلقه نه شي‌‌ پاتې کولی.

د ملګرو ملتونو په تابیا په 16م اپریل استنبول کې راجوړیدونکې دافغانستان په اړه غونډه کې به طالبان اؤ دافغان دولت استازي هم ګډون کوي اؤ تر دغې غونډې مخکې پاکستان ته د روسیې د لوړ پوړو چارواکو سفر څېړونکي خورا مهم بولي

11 تبصرې

  1. Ꮋey there! I could have sworn І’ve been tߋ this wеbѕite before buut
    aftеr checking through some of the post I realized it’s neww to
    me. Anyways, I’m definitely happy I found it and I’ll bbe booҝ-marking and checking bаck often! https://www.sekasao.go.th/sekaforum/profile.php?id=669962

  2. I’m not sure exactly why but this web site is loading extremely slow for me.
    Is anyone else having this issue or is it a problem on my end?
    I’ll check back later on and see if the problem still exists.

  3. Its like you read my mind! You appear to know a lott about this, like you wrote
    the book in it or something. I think that you can do wth a few pics to drive the message home a little bit,
    but instead of that, this is excellent blog. A fantastic read.
    I will certainly be back.
    web site

  4. Heⅼlo my loved one! I want to sɑy that this article is awesome, grеat written and
    include almost all important infos. I ѡould like to peer extгa posats like
    this . https://www.mb-shimizu.com/wiki/%E5%88%A9%E7%94%A8%E8%80%85:LieselotteBancks

  5. We’re a group of volunteers and opening a new scheme in our community.
    Your site offered us with valuable information to work
    on. You’ve done an impressive job and our whole community will be grateful to you.

  6. This paragraph will help the internet users for creating
    nnew weblog or even a weblog from start to end.
    site

  7. My family members all the time say that I am killing my
    time here at web, except I know I am getting familiarity every day by reading such good articles or reviews.

  8. My brother recommended I would possibly like this website.
    He was entirely right. This publish actually made my day.
    You cann’t imagine just how much time I had spent for this info!
    Thanks!

  9. Sweet blog! I found it while browsing on Yahoo News.
    Do you have any tips on how to get listed in Yahoo News?
    I’ve been trying for a while but I never seem to get there!

    Cheers

    Also visit my site – Delhi escorts

  10. Ahaa, its good discussion on the topic of this article at this
    place at this web site, I have read all that,
    so now me also commenting at this place.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *