د نړۍ تر ټولو لوی قاچاقبر مېرمن هم د نشه یې توکو قاچاق په تور ونیول شوه
په نړۍ کې د نشه یې توکو د یو تر ټولو لوی پخواني قاچاقبر جواکوین ګوزمن مېرمن هم اوس امریکا کې د نشه یې توکو د قاچاق په تور نیول شوې ده.
۳۱ کلنه اېما الېسپورو واشنګټن ته نږدې د ډولس هوایي ډګر کې نیول شوې ده.
نوموړې د جواکوین ګوزمن مېرمن ده، چې په اصل کې د مکسیکو دی او د “الچاپو” په نامه په ټوله نړۍ کې مشهور دی.
پر مېرمن یې ایما تور دی چې کوکین، میتامفیتامین، هیروین او چرس یې پلورل.
مېړه یې “الچاپو” دا مهال د نشه یې توکو او پیسو د قاچاق په جرم د نیویارک په یوه زندان کې د عمري بند سزا تېروي.
Very easy to use, very natural, recommended
Nice post. I study something more difficult on totally different blogs everyday. It’ll all the time be stimulating to read content material from different writers and practice a little something from their store. I’d prefer to make use of some with the content material on my blog whether or not you don’t mind. Natually I’ll provide you with a hyperlink in your net blog. Thanks for sharing.