شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د بدخشان شورابک بند د جرمني په مرسته جوړ او چارې یې سرته ورسېدې

د بدخشان شورابک بند د جرمني په مرسته جوړ او چارې یې سرته ورسېدې

شورابک بند جرمني د ۴۵ میلیون یورو په لګښت جوړ کړ.

د افغانستان شمال ختیځ ته په بدخشان کې ځايي چارواکي د شورابک بند د بشپړېدو خبره کوي.

د افغانستان د انرژۍ خدمتونو ادارې ویاند احمد سیر نېکزاد رسنیو ته ویلي، ولسمشر اشرف غني به ډېر ژر دا بند پرانیځي.

تېره اونۍ ولسمشر غني د کوچیانو ملي ورځې غونډه کې وویل، سږ کال به ۴۷ بندونه ګټې اخیستلو ته تیار او یا به کار پرې پیل شي.

که څه هم شورابک کوچنی بند دی، خو له کمال خان بند وروسته دا په افغانستان کې دویم بند دی چې پر ۱۴۰۰ لمریز کال ګټې اخیستلو ته تیارېږي.

دا بند اوبه نه زېرمه کوي، بلکې دریو ټوربینونو سره برېښنا تولیدوي.

ښاغلی نېکزاد وايي، دا بند د ولایتي مرکز فیض اباد اوه کیلومترۍ کې جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي، د دې بند چارې پر ۲۰۱۶ کال پیل او لګښت یې هم ۴۵ میلیون یورو کېږي چې د جرمني حکومت پرې کړ.

نوموړی وايي، دا بند پر کوکچه سیند جوړ شوی او اته میګاواټ برېښنا تولیدوي چې ۲۵ زره کورنۍ ترې برخمنېږي.


شورابک بند نږدې اته میګاواټ برېښنا تولیدوي.

ځايي چارواکو د تېر کال جدي میاشت کې د دې بند د اوبو زېرمه کولو خبره وکړه.

د کوکچې سیند حوزې مشر سید احمد ناصري د بي بي سي خبریال قربانعلي همزي ته ویلي، د دې بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

دا بدخشان کې تر ټولو ستر بند دی او چارواکي وايي، فعالیت سره به یې د فیض اباد ښار اوسېدونکو هر ډول انرژۍ غوښتنې پوره شي.

ټاکلې وه پر ۲۰۲۰ کال د دې بند چارې بشپړې شي، خو د کورونا له امله وځنډېدې.

د برېښنا اړتیا

نیمروز کې کمال خان بند چې هم برېښنا او هم اوبه برابروي.

بدخشان کې ځايي خلک وايي، وروستیو کلونو کې د ملي پیوستون او ملي تړون پروګرامونو له مخې د برېښنا بندونو جوړولو لپاره ډېرې پیسې ولګول شوې، خو تراوسه تر لس سلنې کم خلک برېښنا لري.

بدخشانیان وايي، دغه ولایت کې ۴۵۰ میګاواټ برېښنا ته اړتیا ده، خو شورابک یواځې د دې ولایت د مرکز خلکو اړتیا پوره کولی شي.

بدخشان کې د برېښنا ریاست وايي، حکومت د شورابک په څېر د څو نورو بندونو جوړولو او تر راتلونکو ۱۴ کلونو له تاجکستان د ورادراتي برېښنا د وخت غځولو اراده لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *