یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / د عراق په کربلا ښار کې د کعبې مجسمه جوړه شوې

د عراق په کربلا ښار کې د کعبې مجسمه جوړه شوې

وروسته تر هغه چې د عراق کربلا ښار کې د کعبې د مجسمې انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې او خلک یې شاوخوا طواف کوي، ګڼو خلکو نیوکې پرې وکړې او ګڼې پوښتنې راپورته شوې.‌ حقیقت څه دی؟

پر خواله رسنیو د کعبې د جوړې شوې مجسمې ګڼ انځورونه لاس په لاس شول چې د ځینو کارنو سخته غوسه یې راوپاروله.

د عربي هېوادونو د خواله رسنیو کارنو او فعالانو د کعبې د مجسمې په اړه تاوده بحثونه پیل کړي دي.

ګڼو خلکو پر خواله رسنیو د کعبې د مجسمې جوړېدل غندلي دي.

په کربلا کې ددې پېښې په تړاو یوشمېر ټویټر کارنو ویلي: “دا د اسلام لارښوونو او سپېڅلو ځایونو ته ښکاره سپکاوی دی، په تېره کله چې خلک هلته طواف کوي او د کعبې په شان احترام ورته لري”.

ځینو عراقي فعالانو ویلي، د کعبې دا مجسمه د علي بن ابي طالب د زوکړې د جشن لمانځلو لپاره جوړه شوې، چې هدف یې سپکاوی او سیاسي انګیزه نه ده.

حقیقت څه دی؟

د شیعه ګانو د سپېڅلو قبرونو رسمي مسئوله برخه دا نه مني چې ګنې دا مجسمه دوی جوړه کړې ده.‌

عراقي خبري رسنیو د دوی له قوله ویلي، دا مجسمه “د حسینیه ځینو کاروانونو د امام علي د زوکړې په مناسبت د یوې ژوندۍ صحنې په توګه جوړه کړې ده”.

د دې مجسمې تر جوړېدو دوه ورځې وروسته، په عراق کې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې تر ګرځبندیز لګولو وروسته، د شیعه ګانو د سپېڅلو قبرونو رسمي برخې مداخله وکړه او مجسمه یې لیرې کړه.

خو د حسینیه څرګندونو او د مجسمې ړنګولو بیا هم لانجمن بحثونه ختم نه کړل.‌

په دې مسله کې د شیعه ګانو مذهبي مشرانو او شیخانو هم مداخله وکړه. د شیعه ګانو یوه عالم محمد مهدي الخالصي وغوښتل چې “په دین پورې د دروغو تړلو په تړاو دې سني او شیعه مراجع یو شان دریځ ولري”.

خو یوه بل شیعه ملا حسن الموسوي بیا ددې پې‍ښې تر شا سیاسي انګیزه وبلله او دا یې د جاهلیت زمانې ته ستنېدل او په دین کې بې اساسه بدعت بللی او وايي دا کار د ایران په لمسون شوی.

خو کربلا کې فعالانو دا کار له سیاسي انګیزې سره ناتړلی بللی او وايي ایران هېڅ لاس پکې نه لري.

کربلا کې خبریالانو رسنيو ته ویلي: “کوم څه چې شوي، دا یوازې پخوانی میراث دی چې له څو کلونو راهیسې زیارت کوونکي پرې روږدي دي”.

د شیعه مذهب پلویان پخپلو مذهبي مراسمو کې د ځینو دیني او مهمو تاریخي پېښو په مجسمولو روږدي دي، لکه د امامانو پر مړینې ویر کول او د عاشورا د پېښې لمانځل.

د ۲۰۱۹ کال نومبر کې هم د تونس ښاروالۍ د میلاد نبي په مناسبت د کعبې یوه مجسمه جوړه کړې وه،‌ چې لانجمن بحثونه یې راپارولي وو.

“سپین حج”

په ځینو هېوادونو کې د حاجیانو د لا پوهولو لپاره د مذهبي بنسټونو یا د حج وزارتونه د کعبې کوچنۍ مجسمه جوړوي چې حج ته تلونکي کسان هلته د طواف عملي تمرین وکړي او دې کار ته دوی “سپین حج” وايي.

د ۲۰۲۰ کال جولای میاشت کې د مصر د قاهرې یوه کلي کې هم د کعبې یوه مجسمه جوړه شوې وه، چې وېډیوګانې یې خپرې شوې او د لوی اختر رخصتیو کې یې هلته خلکو شاوخوا طوافونه کول.

هغه مهال هم دا کار وغندل شو او د بدعت خپرېدو هڅه وبلل شوه، خو ځینو نورو بیا ستایلی و.

ځینو وویل، چې ددې کلي اوسېدونکي خپل دا ولسي دود په هر لوی اختر کې لمانځي او د کلي په یوه میدان کې د کعبې مجسمه جوړوي او هلته خلک ورځي.

د مصر اسکندریه کې هم ورته کار شوی و.

د سپېڅلو ځایونو د مجسمې جوړولو حکم

د کعبې د مجسمې جوړول، هغه که د زدکړې لپاره وي یا د دیني مناسباتو پخاطر، په وروستیو کې یوه لانجمنه او د بحث وړ مسله ګرځېدلې ده.

عالمان یې د جوړېدو یا پر دېوال د کعبې د انځور یا مجسمې لګولو د حکم په اړه اختلاف لري.‌

ځینو دا کار ناروا بللی، ځینو نورو بیا ویلي که هدف ترې خلکو ته د کعبې وریادول وي، نو پروا نه کوي.

يوه تبصره

  1. I’ve been absent for some time, but now I remember why I used to love this blog. Thanks, I will try and check back more frequently. How frequently you update your website?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *