دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار ولایت سرحدي سیمې یو ځل بیا د پاکستاني پوځ تر توغندیو لاندې.

د ننګرهار ولایت سرحدي سیمې یو ځل بیا د پاکستاني پوځ تر توغندیو لاندې.

د مالوماتو له مخې د مومندو ایجنسۍ سره په غیر رسمي پوله پرته د افغانستان د ننګرهار ولایت سرحدي ولسوالي ګوشته کې د پاکستانیو ځواکونو له لورې د عامو خلکو پر ودانیو توغندیز بریدونه دا مهال دوام لري.

د ځایي خلکو وینا ده چې په سیمه کې د پاکستاني پوځ له لورې تر دې دمه څاروي او د هغوی ساتونکي یا شپانۀ په نښه کړی شوي دي.

د ګوشتې ولسوالۍ یو تن ټرایبل نیوز ته وویل چې د پاکستانيو ځواکونو د توپونو لړۍ دا مهال پولې ته نږدې د “خوګاخېلو او دوړ خېلو” اړوند لکړۍ، سپینه باره، شیدکی او توره تیګه” نومې کلیو باندې دوام لري.

د راپورونو له مخې په سیمه کې د بریدونو لړۍ له پرون راهیسې پیل شوې او تر دې دمه لسګونه توپونه په سیمه کې په عامو ودانیو لګېدلي دي.

څو ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې بیا په ځینې شرائطو اوربند شوی وو خو ولې پرون او نن بیا د پاکستان له لورې د دغه اور بند مخالفت شوی.

یاده دې وي چې پاکستاني ځواکونه له کلونو راهیسې د افغانستان سرحدي ولایتونو کنړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او د خوست سرحدي سیمې د خپلو توپونو مخه ګرځوي چې افغان دولت په وار وار سره د دغه بریدونو د بندښت په احتجاجونه کړي خو دا ستونزې ترننه لا نه دي حل شوي.

2 تبصرې

  1. Real hair, a lot of hair, I don’t know what to do after washing.

  2. wonderful points altogether, you just gained a brand new reader. What would you suggest in regards to your post that you made a few days ago? Any positive?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *