چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ولسي جرګې غړي: د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي

د ولسي جرګې غړي: د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي

د ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ باید مذاکرات چټک شي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په پیلېدو دی نو ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره جګړه ختمه شي او اوربند تامین شي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د خپلو خبرو پر مهال وویل اوربند د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او دواړه لوري دې ژر تر ژره دې هدف ته د رسېدو لپاره خبرې چټکې کړي. نوموړي یو ځل بیا له مذاکراتي پلاوو غوښتي چې په خبرو کې نرمښت وښيي او د جګړو د ختمېدو لپاره دې خبرې چټکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: