شنبه , اپریل 10 2021
کور / اقتصاد / د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا تجارت کې موقعې او روکاوټونه څه دي

د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا تجارت کې موقعې او روکاوټونه څه دي

پاکستاني چارواکي وايي د مرکزي اسيا هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو پراخوالی غواړي.‌ د دې اړيکو په سر کې تجارتي راکړه ورکړه ده چې د مارچ په نهمه اسلام اباد ته د ازبکستان د بهرنيوو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف د دوه ورځني سفر د سر موضوع وه. تر دې سفر وروسته، خپره شوې هغه خبرپاڼه چې د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته لېږلې، وايي پر ازبکستان سربېره د مرکزي اسيا نورو هېوادونو سره هم د تجارتي اړيکو پر زیاتولو ټینګار کوي.

کاملوف د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ځينو سوداګرو سره هم ملاقات کړی دی. د وزیراعظم دفتر يې په اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌چې د دوه اړخیزې راکړې ورکړې په ترڅ‌کې د مرکزي اسيا هېوادونه کولی شي د پاکستان له سمندري بندرونو څخه نورې نړۍ سره سوداګري وکړي. همداراز هغه د تجارت لپاره د سيمې په نښلولو زور راوړی دی.

د خوست او وزیرستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه د غلام خان بندر لا واردمخه، پاکستان د مرکزي اسيا سره نښلول پېل کړي دي. له دې لارې، د فرورۍ په ۱۳مه په لومړي ځل د پاکستان مالونه مرکزي اسيا او د مارچ په پينځمه د تاجکستان سکاره کراچۍ ته په ټرکونه کې ويوړل شول.

د پاکستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس له خوا مشال راډيو ته رسېدلو معلوماتو ترمخه پاکستاني سوداګر له مرکزي ایشيا څخه پر سکرو سربېره، د ګېس، تېلو او ځينو معدنياتو په اخیستو کې دلچسپي لري.

د مومندو يو تجار، غلام نبي د مرکزي اسيا سره د تجارت ممکنه موقعو ډير خوشاله کړی خو هيله لري چې د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته د وېزو او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د مرکزي اسیا سره په تجارت کې د قبايلي سيمو د خلکو ډيره ګټه ده. پاکستان له مرکزي اسيا څخه د سون موادو په اخیستو کې ډېره دلچسپي لري
غلام نبي
هغه د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل، “دا ډيره ښه خبره ده چې د مرکزي اسيا سره د سوداګرۍ د پخولو خبرې روانې شوې دي. په دې سره به د قبايلي سيمو خلکو او د ډيورنډ کرښې اغاړه خلکو ته هم ډيره ګټه وشي. خو زه یوه خبره کوم چې د تجارانو لپاره دې ټول سهولتونه برابر شي. اوږدې وېزې دې ورکړي.”

پاکستان، افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ اسانولو لپاره په فرورۍکې د اورګاډي يا رېل پټلۍ د جوړولو په لوظنامه لاسليک وکړ. دا ۵۷۳ کيلومټره اوږده پټلۍ به له تاشقنده د کابل پر لار پېښور ته رسيږي. تر اوسه د دې پټلۍ د جوړولو عملي چارې نه دې پېل شوي. چارواکو دا هم نه دې ويلي چې دا څو کلنه پروژه خو هيله ښيي‌چې په دې سره به د سيمه ييزې سوداګرۍ کچه زیاته شي.

د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم، چمن، غلام خان، انګور اډې، باديني او خرلاڅو لارې د تجارت لپاره خلاصې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند، فواد احمدي وايي دا پټلۍ او د افغانستان ځمکنۍ لارې کولی شي د سیمې ټولو هېوادونو ته بې ساري‌ګټه ورسوي.

هغه د مارچ په ۱۳مه وويل، “د پاکستان سره زموږ پر تجارتي لارو څه ستونزه نشته. که ځينې وخت بندې هم وي، د هغې وجې تخنيکي کېدای شي ‌او يوازې څو ساعته بعد بيا خلاصې شي. پاکستان د افغانستان له لارې تجارت کولی شي. د دې لپاره د ازبکستان، مزارشريف، کابل او پېښور او ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ جوړولو هوکړه ليک شوی او کار هم پرې پېل شوی دی. ويلی شو چې د ازبکستان سره زموږ تجارتي‌اړیکې مخ په پراخېدو دي.”

د سوداګرۍ په مخ کې پراته خنډونه

د سوداګریزو موقعو د پراختيا په ترڅ کې پاکستان او افغانستان د خپل منځي هوکړه ليک له مخې هند ته د افغان مالونو لپاره واهګه بارډر پرانیستی دی خو افغانستان ته د هندي مالونو د وړلو اجازه نه ورکوي. د دې مسلې د حل او په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوي تجارتي تړون، اپټا کې د مرکزي اسيا د ورګډولو لپاره، دواړو هېوادونو د ۲۰۲۰ کال په وروستيوو دوو مياشتو کې په کابل او بيا په اسلام اباد کې خبرې وکړي خو هوکړې ته ونه رسېدل.

افغان او پاکستاني چارواکو د ۲۰۲۰ کال په وروستيوو مياشتو کې په کابل او اسلام اباد کې پرله پسې ناستې درلودې
افغان او پاکستاني چارواکو د ۲۰۲۰ کال په وروستيوو مياشتو کې په کابل او اسلام اباد کې پرله پسې ناستې درلودې
د پاکستان چیمبر اف کامرس غړی او تجار،‌ زاهد شينواری وايي په تجارت کې سياست نه ځاييږي نو ځکه بايد پاکستان افغان سوداګرو ته د هند پوره تجارت او افغان حکومت دې پاکستاني سوداګرو ته د مرکزي اسيا د بشپړې سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

افغانستان دې مرکزي اسيا د پاکستاني تجارانو او پاکستاني دې د هند لار د افغان سوداګرو پر مخ په بشپړ ډول خلاصه کړي. سياست دې د تجارت سره نه ګډوي
زاهد شينواری
نوموړي‌د مارچ په ۱۳مه رسنیو ته وويل، “افغان تجاران وايي‌چې که تاسي مرکزي اسيا ته لاسرسی غواړئ نو موږ بايد هند سره هر قسمه تجارت وکړای شو. نو په عملي‌ډول بايد داسې يو تړون وشي‌چې پکې د سيمې ټول هېوادونه شامل وي خو پېل بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ له يوې قوي لوظنامې وشي.”

د مسايلو د نه حل کېدو د دواړو هېوادونو تجارت کم کړی دی.‌ د پاکستان د امدنۍ وفاقي بيورو يا فيډرول بيورو اف ريوینيو د جنورۍ د مياشتې د راپور تر مخه په ۲۰۱۰ کال کې پاکستان افغانستان ته د دوه اعشاريه درې بيليونو ډالرو مالونه وروړي وو خو په ۲۰۲۰ کال کې ترې افغانانو د اته نيم سوه ميليونه ډالرو شيان اخیستي وو.

د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان ته د پاکستان تجارت چې په وروستيوو کلونو کې کم شوی دی
د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې افغانستان ته د پاکستان تجارت چې په وروستيوو کلونو کې کم شوی دی
افغانستان ته د پاکستان برامدات ولې کم شوي؟

فواد احمدي د پاکستاني مالونو نه اخیستو لامل د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه پاليسي ده ‌چې نوموړی یې د پاکستان له ډير انحصاره د افغانستان ویستل ښيي.

د بديلو لارو د لټون په ترڅ‌کې افغان حکومت د ځينو هېوادونو سره د الوتکو له لارې سوداګري کوي، د مرکزي اسيا هېوادونو سره یې د اورګاډي دوه پټلۍ غځولې. د ايران سره یې د چابهار بندر او د اورګاډي په پټلۍ راکړه ورکړه زیاته کړې ده.

افغانستان پر پاکستاني مالونو له انحصار څخه د ځان راویستلو لپاره د مرکزي اسيا او ايران سره تجارت زیات کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت
د افغانستان د اورګاډي د پټلۍ ادارې په جنورۍ کې وويل چې په يوه مياشت کې یې د حیرتان- مزارشریف، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټليوو له لارو اوه زره او اوه ویشت ټنه مالونه نورو هېوادونو ته وړي دي.

دې ګټې ته په کتو، افغان سوداګر احمد شاه یارزاده چې پخوا يې د پاکستان سره تجارت کاوه، اوس مرکزي اسيا ته مخه کړې ده. هغه د مارچ په ۱۴مه رسنیو ته وويل چې د پاکستان په کراچۍ او ګوادر بندرونو کې یې د ډير وخت لپارهد مالونو پاتې کېدو زړه خوړينی کړی وو.

دی وايي، “په کراچۍ کې زموږ کنټېنرونه د ۲۸ ورځو لپاره پاتې کېدلی شي. خو د چيکينګ (پلټنې) او سکېنر مشينونو نه درلودو له امله به د افغان سوداګرو کنټېنرونه تر میاشتو هلته پاتې وو. په تورخم کې هم همدا حال دی. دوه قسمه پېسې اخیستل کېدلې. يو له خپلې مودې څخه د زیات پاتې کېدو چې ډيټينشن چارجز ورته وايي‌او بل د شيپينګ يا انتقال. دا د ورځې له سلو تر يو سل اتيا ډالرو پورې کېدلې. ته اوس فکر وکړه چې زره کانټينره وي او دومره پېسې هره ورځ ورکوي نو په میاشت کې په ميليونونو ډالر نقصان دی.”

د يارزاده په خبره اکثره سوداګر د اوږدمهاله وېزو او اسانه سیسټم له نشتوالي هم شکايت لري. کله چې مو دا مسلې د پاکستان د تجارت وزارت ته د ايمېل له لارې وړاندې کړي‌نو له هغه ځايه د عامه اړيکو څانګې مشال راډيو ته د وېزو اخیستو لارښود ولېږه. د دې لارښود ترمخه، اوس د افغانستان په ګډون د ۱۹۱ هېوادونو وګړي‌کولی شي د نادرا دفتر له ویب سايټ څخه په آن لاين ډول يو کلنې وېزې واخلي.

روانه بې امني او راتلونکي ته هیلې

په افغانستان کې روانه جګړه بله لویه هغه مسله ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ‌ د اړیکو د بې ثباتۍ سبب شوې او د شريکو پرمختيايي‌کارونو مخه یې نيولې ده.افغان چارواکي تور پورې کوي چې د دې ترهګرۍ پر مخ وړونکو طالبانو تر شا د پاکستان لاس دی. خو اسلام اباد دا تور ردوي او وايي پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

ستونزې او خنډونه شته خو په دې وروستيوو کې د مرکزي اسيا تجارت ته بې ساری پام اړول شوی چې د اقتصاد پياوړتيا هیلې یې زیاتې کړې دي
خان جان الکوزی
د دې جګړې د ختمولو لپاره له يو کال راهیسې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. که څه هم دې مذاکراتو تر اوسه څه نتيجه نه ده ورکړې خو د ځينو هيلو لا هم ژوندۍ دي.

په هيله منو کې د افغانستان او پاکستان د شريکې سوداګرۍ خونې يا جواينټ چيمبر اف کامرس مشر، خان جان الکوزی هم دی. هغه د مارچ په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د سيمې په تاريخ کې کله تجارت ته دومره زیات پام نه وو اړول شوی لکه اوس چې دی.

الکوزی زیاتوي، “د افغانستان لار نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ښه ده. د مثال په ډول بنګله دېش ته وګورئ چې هر کال له ازبکستانه دوه ميلونه ټنه مالوچ اخلي چې د ايران له بندرونو په ډيره اوږده لار یې وړي، دا په ارزانه او اسانه ډول د افغانستان له لارې د کراچې له بندره وړل کېدای شي. داسې نور مثالونه هم شته. سمه ده چې مشکلات ډير دي خو د پاکستان عمران خان او د افغانستان اشرف غني ښې پاليسۍ لري. ګڼې موقعې او وروستي بدلونونه د دې هيله مندي زياتوي چې که اراده وي، تجارت په ښه ډول پراخېدلی شي.”

په سيمه کې د تجارت پراخو موقعو ته د افغان جګړې د يو مهم اړخ امريکا هم پام وراوښتی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې ويلي وو چې د سيمه ييزې پانګونې په نامه يو داسې فنډ پېلوي چې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ په ډېرولو او د ثبات په ټينګولو کې مرسته وکړي.

8 تبصرې

  1. Greetings, I do believe your site might be having internet browser compatibility problems.
    When I take a look at your blog in Safari, it looks fine but when opening in I.E., it’s got some overlapping issues.
    I simply wanted to provide you with a quick heads up! Aside
    from that, excellent site!

  2. Just wisһ to sayy your article is as amazing. The clarrity
    on your pᥙblish is just coo and i can think yⲟu’re a professional
    in this suƅјeсt. Well along with your permission let me to grasp your RSS feed to keep uup to date with approaching post.
    Thanks one millіon annd please carry on the rewaгding work. http://www.rjclassificados.com/author/ariellenegr/

  3. Every weekend i used to visit this web page,
    because i wish for enjoyment, as this this website conations
    truly nice funny data too.

  4. I was able to find good info from your articles.

  5. If some one wishes expert view on the topic of blogging then i recommend him/her to visit this web site, Keep up the good work.

  6. I’m gone to convey my little brother, that he should also pay a quick visit
    this web site on regular basis to take updated from most recent
    news update.

  7. I ⅼike reading a post that will make men and wоmen think.
    Αⅼsо, mɑny thаnkѕ for allowing for me to comment! https://pt7.info/index.php?title=User:MarkGallardo0

  8. What¦s Happening i am new to this, I stumbled upon this I have discovered It absolutely helpful and it has helped me out loads. I hope to give a contribution & assist different customers like its aided me. Good job.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *