شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / د پي ټي ایم یو مخکښ غړی وایي د حافظ ګل بهادر ډلې ورته د مرګ ګواښ کړی

د پي ټي ایم یو مخکښ غړی وایي د حافظ ګل بهادر ډلې ورته د مرګ ګواښ کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د بنو مخکښ مشر صمد خان وايي د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې لخوا ورته د مرګ ګواښ شوی دی.

صمد خان وايي د هغه ته د پوليس لخوا د هغه د ژوند په اړه دغه د ګواښ ليک ترلاسه شوی دی او د ضلعې پوليس د ډي ایس پي هیډکواټر افسرانو ورته په ټيليفون هم د ګواښ خبره کړې ده.

رسنیو سره په خبرو کې هغه وويل ورته وېل شوي چې د خپلې ساتنې انتظام وکړه خو هغه وايي يو خو د ساتونکو ساتلو توان نه لري او بل دا چې که د ساتونکو سره پرې بريد کيږي نو بيا به ويل کيږي چې ساتونکي ورسره وو.

خو د بنو انتظامي مشر زبیر نیازي وايي تر اوسه دوی ته د ګواښ په اړه هغه څه نه دي ویلي او د ملک هر وګړي ته تحفظ ورکول او د هغه ژغورنه کول د دوي ذمه داري ده.

حافظ ګل بهادر څوک دی؟
حافظ ګل بهادر د شمالي وزیرستان مداخېل قبیلې دته خېل تحصیل سره تړاو لري.

د میرعلي عیدک سیمې دارالعلوم نظامیه کې يې دیني زده کړې کړي او دې دوران د جمعیت علماء مولانا فضل الرحمان ډلې د زدکوونکو څانګې غړی هم وو، خو د دینې زده کړو پوره کولو نه وړاندې يې د افغانسان په جنګ کې برخه واخسته او د طالبانو صفونو کې شامل شو.

په کال 2007 کې يې د حکومت سره یوه لوظنامه لاسليک کړه چې تر مخه به دوي پاکستان کې وسله وال بريدونه نه کوي.

ویل کیږی هغه د افغان طالبانو حقاني شبکې او القاعده سره نزدې اړیکې لري او هم دا وجه وه چې د هغه زیاتره پلویان د امریکا بې پاېلټه يا د ډرون الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه په کال 2010 کې د نورو ځايي وسله والو ډلو په اتحاد د وزیرستان شورا په نوم خپله ډله جوړه کړه او په سيمه کې يې خپل عدالتي نظام جوړ کړو چې پکې به د خلکو د جرمونو اورېدنې پرمهال هغوي ته سزاګانې اورېدل کېدلې.

حافظ ګل بهادر په کال 2011 کې د القاعده مشره اسامه بن لادن اسلام اباد ته نزدې ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په اپرېشن کې تر وژل کېدو وروسته په سیمه کې د پولیو څاڅکي ورکولو ډلو باندې بندېز اعلان کړو چې تر اخره يې دوام لرلو.

په کال 2014 کې د پاکستان پوځ ضرب عضب عملیاتو پېل کېدو نه څومیاشتې وړاندې هغه د حکومت سره خپل امنيتي تړون ختمولو اعلان وکړو او د شمالي وزيرستان ټولو وسيدونکو ته يې امر وکړو، چې د جون د مياشتې تر لسمې نېټې دې خپلې کورنۍ او ماشومان خوندي سيمو ته ولېږي.

د حافظ ګل بهادر ډلې د شورا ویاند احمد الله احمدي تر مخه دا پرېکړه دوی له هغې وروسته وکړه کله چې پاکستاني پوځ هره ورځ د دوي په سيمو کې بمبارۍ او وسلوال بريدونه پېل کړل. هغه وېل حکومت دوی سره امنيتي تړون ته درناوی نه لري او داسې اټکل کيږي چې حکومت د دوي پر خلاف د سترو پوځي عملياتو هوډ کړی، نو له همدې امله دوی هم حکومت سره خپل تړون ختمولو اعلانوي، ځکه چې اوس تړون هيڅ معنا نه لري.

دوی خلکو ته وېلي چې د حکومتي کېمپونو پر ځای دې افغانستان پله هجرت وکړي او هيڅوک دې د حکومت لخوا جوړ شويو کېمپونو ته نه ځي.

5 تبصرې

  1. I’m glad to hear it, Jack! Thanks for the kind feedback! Let me know how it works out for you.
    Nice contribution. It also helps me for my student and I have suggested this blog for English learning.
    카지노사이트

  2. Thanks, that’s very kind of you! I appreciate your reading my work!
    I am sorry that right now that function is not available, but I think there is another way to learn the lessons. 
    온라인카지노

  3. As we have just uploaded all the video lessons (link attached below), your learning will be much facilitated. You can pause and resume as you wish.
    Let me know how it works out for you. Good luck in your learning journey.
    우리카지노

  4. Have you ever thought about writing an e-book or guest authoring on other websites? I have a blog centered on the same topics you discuss and would love to have you share some stories/information. I know my audience would appreciate your work. If you’re even remotely interested, feel free to shoot me an e mail.

  5. Thank you for the sensible critique. Me & my neighbor were just preparing to do some research on this. We got a grab a book from our local library but I think I learned more clear from this post. I’m very glad to see such great information being shared freely out there.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *