شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کندهار چارواکي وايي په دوو پېښو کې ۶کسان وژل شوي

د کندهار چارواکي وايي په دوو پېښو کې ۶کسان وژل شوي

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې شپږ تنه وژل شوي او یولس تنه ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنیه قومانداني ویاند جمال ناصر بارکزي تېر ماښام رسنيو ته وویل چې پر یوه مسافر وړونکي بس مازدېګر مهال د خاک چوپان په سیمه کې چاودنه وشوه.

دی وايي: “په میوند ولسوالۍ کې د مسافر وړونکو پر غټ موټر د وسله والو ترهګرو ښخ شوی ماین چاودلی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې څلور ملکیان وژل شوي او پنځه تنه یې ټپیان شوي دي.”

د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

دی وايي، تر دې چاودنې نژدې یو ساعت مخکې په همدې میوند ولسوالۍ کې د پولیسو هاموې ټانک له یوه موټر سره ټکر شو چې دې پېښه کې دوه پولیس ووژل شول او شپږ ملکیان ټپيان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *