شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د کورنيو چارو وزارت وایی په تور خم کې مسافر وهونکی عسکر یې نیولی

د کورنيو چارو وزارت وایی په تور خم کې مسافر وهونکی عسکر یې نیولی

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د پولیسو هغه سرتیری یې نیولی دی، چې پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې، د ننګرهار تورخم بندري ښارګوټي کې په لښته د مساپرو د وهلو په حال کې لیدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبه (وري/حمل ۱۶مه) ویلي دا ویډیو پخوانۍ ده، خو سرتیری بیا هم نیول شوی او څېړنې ترې پیل شوې دي.

نوموړی زیاتوي له خلکو سره د پولیسو دا ډول چلن د زغم وړ نه دی.

د دغه سرتیري ویډیو له پرون راهیسې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او تبصرې پرې روانې دي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې مساپر د سرحدي پولیسو له دغه سرتیري غواړي چې د لښتې ګوزارونه دې نه کوي، خو هغه د دې غوښتنې پروا نه ساتي.

په تصویرونو کې دا هم ښکاري چې هر څوک د دغه سرتیري پر چلن نیوکه کوي او غبرګون ښيي، نوموړی پرې ګوزارونه کوي.

تورخم د افغانستان له ګڼې ګوڼې ډکو بندري ښارګوټو دی او هره ورځ له دې لارې زرګونه کسان پاکستان ته تګ راتګ کوي.

تر دې وړاندې هم په وار وار له تورخم خلکو سره د پولیسو د ناسم چلن خبرونه ترلاسه شوي دي.


تورخم کې د پولیس له خوا د ښځې وهلو ته هم پراخ غبرګون وښودل شو.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې همدغه ښارګوټي کې د پولیسو د یوه سرتیري لخوا پر یوه ښځه د لښتې د ګوزارونو ویډیو خواله رسنیو ته راوتلې وه.

کورنیو چارو وزارت د هغې ویډیو تر خپرېدو او په خواله رسنیو له توند غبرګون سره تر مخامخېدو وروسته ویلي و چې د پولیسو هغه سرتیری یې د تل لپاره له نظامي دندې ایستلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هغه مهال ویلي و “پر ښځو لاس پورته کول د طالبانو فرهنګ” او هر څوک چې دا ظلم کوي “ترهګر دی.”

ښاغلي ارین د هغې ویډیو په اړه هم ویلي و چې پخوانۍ ده، خو په هغې کې لیدل شوی سرتیری بیا هم پر مجازاتو سربېره د تل لپاره له نظام څخه ایستل شوی دی.

يوه تبصره

  1. Sweet blog! I found it while surfing around on Yahoo News. Do you have any suggestions on how to get listed in Yahoo News? I’ve been trying for a while but I never seem to get there! Thanks

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *