شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سېمه د پاکستان له لورې خونړي بریدونه دوام لري.

د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سېمه د پاکستان له لورې خونړي بریدونه دوام لري.

د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سېمه د تېرو څو ورځو راهېسي د پاکستان د پوځ لخوا د خوګاخېلو په قوم د توپخانو ړانده بریدونه دوام لري چې قومي خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولې چې له عمله یې د یادې سېمي اوسېدونکي کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي

یو تن د یادې سېمې نه د نوم نه ښودلو په شرط ټرایبل نیوز ته د تلیفون په کرښه د یادو بریدونو پخلی کړی
نوموړی زیاتوي چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان پوځ لخوا د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي سیمې په توپونو ولي چې په سېمه کې خلک د سختو ستونزو سره مخ کړي او وایي چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات اړولې دي

بلخوا د خوګاخېلو قومي مشران زیاتوي چې زمونږه سيمه د پاکستان د بریدونو له عمله سخته زیانمنه شوې ده، او وایي چې ټول طبیعي ځنګلات او چراګاوي د پاکستان د پوځ له لورې وسوزېدلې چې له عمله یې د غریب ولس ټوله مالداري د لوږې سره مخ ده او تر اوسه کوم چارواکي زمونږ پوښتنه نه ده کړې.

د یادونې وړ ده کلونه کېږي چې د پاکستان پوځ د ډیورنډ په نامنل شوې کرښه وخت نا وخت د توپخانو بریدونه د افغانستان لورې ته په دولتي پوستو کوي چې په ترڅ کې درنه مرګ ژوبله اړوي، خو بلخوا بیا د افغانستان حکومت د دا ډول بریدونو نه ځان نا خبره ښايې.

3 تبصرې

  1. Hurrah, that’s what I was looking for, what a material!
    present here at this blog, thanks admin of this website.

  2. When someone writes an piece of writing he/she keeps the idea of a
    user in his/her mind that how a user can understand it. Therefore that’s
    why this paragraph is outstdanding. Thanks!

  3. Howdy just wanted to give you a quick heads up and let you know a few of the pictures aren’t loading properly. I’m not sure why but I think its a linking issue. I’ve tried it in two different browsers and both show the same outcome.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *