شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / د ۱۶ بې درکه شویو مزدورانو جسدونه په دره ادم خېلو کې موندل شوي

د ۱۶ بې درکه شویو مزدورانو جسدونه په دره ادم خېلو کې موندل شوي

د ۱۶ بې درکه کویلې کارکوونکو مړي په دره ادم خیلو کې په اجتماعي قبر کې موندل شوي


د خېبرپښتونخوا د محنت او ثقافت وزیر شوکت یوسفزۍ مطبوعاتو ته خپل وډیو پېغام کې وویل چې دغه کسان په ۲۰۱۱ کې تښتول شوي وو

د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د کویلې د ۱۶ بې درکه کارکونکو مړي په دره ادم خېلو کې په اجتماعی قبر کې موندل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د محنت او ثقافت وزیر شوکت یوسفزۍ مطبوعاتو ته خپل وډیو پېغام کې وویل چې دغه کسان په ۲۰۱۱ کې تښتول شوي وو او مړي یې د دره ادم خیلو په کاله خيل سیمه کې موندل شوي دي.

ښاغلي یوسفزۍ وویل د مړه شویو کارکوونکو جسدونه شانګلې ته د رسېدو نه پس به یې د خالي، شنبې، په ورځ په د شانګلې مرکز الپورۍ کې اجتماعي جنازه ادا کولی شي.

هغه وویل حکومت به د مړه شویو کسانو کورنیو ته لس لس لکه روپۍ ورکوي.

د جمعې د شپې نا وخته پورې احتجاج کوونکو د کارکوونکو مړي شانګلې ته نه وو روان کړي او غوښتنه یې کولې چې وزیراعلا محمود خان دې ورسره وویني.

خو شورت یوسفزۍ په دې اړه څه ونه وېل.
د سرچینو په وینا چې د کومو ۱۶ کسانو مړي چې موندل شوي د ۳۲ کسانو په هغه ډله کې شامل وو چې په ۲۰۱۱ کې وتښتول شو خو ۱۶ پکې بېرته راغلي وو او دغه کسان تر دا مهال لا درکه وو.

د دوی د تښتولو او یا د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو کوم په وخت کې چې دوی نیول شوي وو نو وېل کېږي چې دغه مهال په سیمه کې د وسلوالو خلاف پوځي عملیات ترسره شوي وو او حکومت سیمه له وسلوالو پاکه کړې وه.

د خېبرپښتونخوا د محنت وزیر شوکت یوسفزۍ په خپل وډیو پېغام کې هم څه ونه وېل چې د کویلې دغه کارکونکي به چا تښتولي او وژلي وي؟ او یا دا چې ایا حکومت به په دې اړه څه تحقیقات کوي او که نا؟

3 تبصرې

  1. I like this weblog very much, Its a rattling nice spot to read and find information.

  2. Good post but I was wanting to know if you could write a litte more on this topic? I’d be very grateful if you could elaborate a little bit more. Appreciate it!

  3. ivermectin price usa – ivermectin 4 stromectol 6 mg

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *