شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / رسنۍ: شاه محمود قریشي باندې خادمانو او سرګي لاوروف پخپله چترۍ نیولې

رسنۍ: شاه محمود قریشي باندې خادمانو او سرګي لاوروف پخپله چترۍ نیولې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر ورسېد چې له خپل پاکستاني سیال سره پر خپلمنځي، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو خبرې وکړي، خو هوايي ډګر کې له روسي سیال د هرکلي لپاره د شاه محمود قریشي د چترۍ نه نیولو خبره پر بخث اوښتې ده.

پاکستان کې دا مهال په شېبو شېبو باران ورېږي او کله چې شاه محمود قریشي هوايي ډګر کې له سرګي لاوروف د هرکلي انځورونه پر ټوېتر خپروي، نو سرګي لاوروف له الوتکې کوزېدو سره چترۍ پخپله نیولې خو پر شاه محمود قریشي بل کس چترۍ نیولې ده.

له هغه راهیسې خواله رسنیو کې چترۍ لیک په نوم بحث پیل شوی او ډېرو خلکو یې ټوېټ ته غبرګون ښودلی دی.

خبریال او مشهور شخص اقرارالحسن لیکلي: “د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر چترۍ پخپله نیولې چې واکسین جوړوي او هغه بهرنیو چارووزیر چې نورو پرې چترۍ نیولې واکسین ترې اخلي.”

بل کارن محمد عثمان لیکلي: “د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خپلې چترۍ سره او د پاکستان مخدوم له خپلو خادمانو سره. “

طاهر کشمیري لیکلي: “ستاسو او د روس بهرنیو چارو زیر ترمنځ روښان توپیر شته. کوم خلک چې د هېواد او قام د خدمت لپاره راځي، هغه ځان د خپل قام خدمتګار ګڼي، د روسیې بهرنیو چارو وزیر چترۍ پخپله نیولې او تاسو د چترۍ نیولو لپاره یو کس لرئ. “

بل کارن لیکلي، له انځور داسې ښکاري چې شاه صاحب روس ته تللی او هلته یې هرکلی کېږي.

رانا فهد لیکلي، دا مېلمه پالنه شوه چې د روس بهرنیو چارو وزیر چترۍ خپله نیولې او له باران ځان بچوي.

ملک شهناز لیکلي: توپیر وګورئ، د روسیې بهرنیو چارو وزیر خپله چتري پخپله نیسي، خو د پاکستان وزیر ښايي دا سپکاوی ګڼي، که انګېرنه بدله شي، هېواد به هم بدل شي.

بدلون چېرته دی؟

تصور حسین لیکلي: “د نړۍ د زبرځواک بهرنیو چارو وزیر پخپله چترۍ نیولې او زموږ پر ظل الاهي صاحب خدمتګار چترۍ نیولې، موږ ته د ځان پته نه لګېږي، غرور او لویې زموږ رګونو کې ناڅي. “

ور سره یې د پاکستان د تحریک انصاف تېرو ژمنو ته په اشاره ویلي، بدلون چېرته دی؟

بټي راجپوت لیکلي: ” دمخ پر وده هېوادونو خلک د غرور ښکار دي، خو د پرمختللو هېوادونو د خلکو راز دا دی چې خپل کار پخپله کوي، هغه که وزیر یا لومړی وزیر وي. “

یوه بل کارن شاه محمود قریشي ته لیکلي، که چترۍ دې پخپله نیولې وی، قیامت خو نه راته.

خو ځینې داسې کسان هم شته چې د شاه محمود قریشی ملاتړ یې کړی او ویلي یې دي، تر چترۍ پاکستان ته د روسیې د بهرنیو چار وزیر تګ او خبرې مهمې دي او پر چترۍ بحث د دې سفر اهمیت او موخو یادونه پیکه کوي.

روي لیکلي دومره مهم سفر چې سوچ یې هم نشو کولی، خو دوی دا لیدل غواړي چې د چا چترۍ چا نیولې ده، پکاره و شاه صیب هم خپله چترۍ پخپله نیولې وی، خو چې نه ده یې نیولې څه قیامت خو نه شو.

11 تبصرې

  1. Hi, for all time i used to check blog posts here in the early hours
    in the daylight, since i like to find out more and more.

    my blog – Aerocity escorts

  2. When I initially commented I clicked the “Notify me when new comments are added” checkbox and now each
    time a comment is added I get four emails with the same comment.
    Is there any way you can remove me from that service?

    Cheers!

    my web blog Independent Delhi escorts

  3. I am curious to find out what blog platform you are utilizing?
    I’m having some small security issues with my latest blog and
    I’d like to find something more safe. Do you have any solutions?

  4. Ԝoah! I’m reɑlly еnjoying the template/theme оf this website.
    It’s simple, yeet еffective.A lot օf times
    it’s difficսlt to get tһat “perfect balance” between սsability
    and appearance. I must say you have dօne a amazing job with
    this. In addition, the blog loads very fast f᧐r me on Safari.
    Superb Blog! https://aarth-codex.com/index.php/Update_Casino_Online_Terbaru_Tambang_Aurum_Yang_Belum_Tersenggol_Dari_Yang_Terbaik_Yang_Nyaris_Enggak_Tampak_Yang_Mengerti_Berhubungan

  5. I’m gone to tell my little brother, that he should also
    go to see this webpage on regular basis to get updated from latest news.

  6. It iѕ in reality a nice and helpful piece of
    infߋ. I’m hаppy that you shared this helpul info with
    us. Please stgaʏ us up too date like this. Thanks for sharing. http://a668668.xyz/comment/html/?282517.html

  7. Hеy There. I found yߋur blog using msn. This is a
    very well written article. I wil be sure t᧐ bookmark it and come back too rеаd more of
    your useful infoгmation. Thankѕ for the post. I’ll definitely return. https://screenplay.press/index.php?action=profile;u=562933

  8. This is a topic which is close to my heart… Thank you! Where
    are your contact details though?

  9. I visited many sites but the audio feature for audio songs
    existing at this website is actually marvelous.

  10. Itѕ such as yooᥙ read mmy mind! You appear to ɡrasр so
    mսch about this, like you ᴡrote thee ebook in it or something.
    I think hat you can do with some % to power the mesѕage house a bit,
    but instead of that, that is eҳcellent blog. An excellent read.

    I will certainly be bacқ. https://banburyfreeads.com/user/profile/330935

  11. Very great post. I just stumbled upon your weblog and wished to mention that I’ve really enjoyed surfing around your weblog posts.
    After all I’ll be subscribing in your feed and I am hoping you write once more soon!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *