شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / بين المللي / رپورټونه وایی په سور سمندرګي کې د ایران پر کښتۍ برید شوی

رپورټونه وایی په سور سمندرګي کې د ایران پر کښتۍ برید شوی

العربیه تلوېزون او نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، سور سمندرګي کې د سې شنبې په ورځ د ایران پر یوه کښتۍ برید شوی دی.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې داسې ښکاري چې دا کښتۍ اسراییلۍ چاودنې زیانمه کړې ده.

تر دې مخکې العربیه هم د خبرو سرچینو له خولې وویل، سور سمندرګي کې د ایران پر ساویز کښتۍ برید شوی دی.

سپاه پاسدران ته نږدې تسنیم خبري اژانس دې ته په اشاره- چې ځینې سرچینې سور سمندرګي کې ساویز کښتۍ ته د پېښې خبره کوي- لیکي: “د تسنیم د خبریال ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دا پېښه د کښتۍ سینه پسې د نښلېدلي ماین له امله ده.”

دا خبري اژانس وايي ساویز کښتۍ له څو کلونو راهیسې سور سمندرګي کې د هغو ایراني ځواکونو ملاتړ ته لېږل شوې وه چې د سوداګریزو بېړیو د بدرګې ماموریت لري.

خو اسراییلي رسنۍ دا کښتۍ جاسوسي بللې ده.

نیویارک ټایمز لیکي: که څه هم ساویز د تخنیک له پلوه باري بېړۍ ګڼل کېږي، خو ښکاري چې د پوځي ماموریت لومړنۍ کښتي ده چې د اسراییل او ایران ترمنځ جنجال کې په نښه کېږي.

د دې رپوټ له مخې خواله رسنیو کې د سپاه یوه حساب کې ویل شوي، ساویز د سمندري غلا سره د مبارزې ماموریت لري.

ایراني چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه هم د اسراییل حکومت خپل دریځ ویلی دی.

NOURNEWS
د عکس سرچینه،NOURNEWS
نیویارک ټایمز لیکي: خو یوه امریکايي چارواکي له نوم پرته ویلي اسراییل متحده ایالتونه خبر کړي و چې ځواکونو یې ځايي وخت سهار اوه نیمې بجې پر یوه کښتۍ برید وکړ.

د دې رپوټ له مخې، اسراییلو ویلي، دا برید یې پر اسراییلي کښتیو د ایران د برید په غچ کې کړی دی او زیاتوي چې کښتۍ تر اوبو لاندې زیانمنه شوې ده.

العربیه هم وايي، پر دغه بېړۍ د ایریتره سمندرغاړې سره برید شوی دی.

دواړو هېوادونو وروستیو میاشتو کې څو ځلې پر یو بل پر کښتیو د برید تور لګولی دی.

رویټرز خبري اژانس واييو یوه اسراییلي چارواکي د مارچ پر ۲۵ وویل، د اسراییل یوه باري بېړۍ عرب سمندرګي کې د توغندي لګېدو له امله زیانمه شوه، خو خپله لار یې ووهله.

ایران د مارچ پر ۱۴ وویل، پر شهرکرد بېړۍ د بریدګرو پېژندلو په لټه دي چې څو ورځې مخکې مدیترانه سمندرګي نړیوالو اوبو کې زیانمنه شوې وه.

د ایران ملي امنیت شورا ته نږدې وېبپاڼې دې پېښه کې اسراییل د لومړۍ کرښې تورن باله.

د پرورۍ پر ۲۶ هم د اسراییل هلیوس ري باري بېړۍ چې له سعودي د سوېل ختیځې اسیا په لور روان وه، په عمان سمندرګي کې چاودنه پرې وشوه او زیانمنه شوه.

د اسراییل لومړي وزیر بنیمین نتن یاهو دا چاودنه د ایران کار وباله، خو ایرانیو چارواک ودا تور رد کړ.

والسټریټ جورنال مارچ میاشت کې وویل، د ۲۰۱۹ کال له وروستیو تر اوسه اسراییل د ایران هغه ۱۲ سونتوکي لېږدونونکې بېړۍ په نښه کړې چې له ایران سوریې ته روانې وې.

دې ورځپاڼې ولیکل ځینې بریدونه سور سمندرګي او نورو سیمو کې شوي او اسراییل پکې د سمندري ماین په څېر وسلې کارولې دي.

دې رپوټ کې لیکلي شوي وو سره له دې چې امریکا د ایران پر تېلو یو لوریز بندیز لګولی، خو بیا هم تهران په میلیونونو بېرله تېل سوریې ته لېږدولي دي.

ایراني چارواکو هم پر تېل وړونکو بېړیو برید د اسراییل کار بللی او ویلي و چې د ایران ځواب به هم ځپونکی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *