دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / سرچينه: غزني کې د طالبانو نفوزي کس د ملي اردو یو عسکر وژلی

سرچينه: غزني کې د طالبانو نفوزي کس د ملي اردو یو عسکر وژلی


سرچینې ویلي چې د طالبانو نفوذي کس لومړی د ملي اردو یاد سرتیري مسموم کړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.

د افغانستان په غزني ولایت کې امنیتي سرچینې وايي چې د طالبانو یوه نفوذي کس په یاد ولایت د ملي اردو ۷ سرتیري وژلي دي.
یادې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط نن سې شنبه جنورۍ ۵ ( مرغومې ۱۶) رسنيو ته وویل چې دغه پېښه تیره شپه د غزني ښار په څنډه کې د ملي اردو په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
سرچینې ویلي چې د طالبانو نفوذي کس لومړی د ملي اردو یاد سرتیري مسموم کړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.
په غزني ولایت کې دغه سرچینه زیاتوي چې بریدګر هم د ملي اردو سرتیرو کې و او وروسته یې ټول پوځي تجهزات طالبانو ته وړي دي.
پر همدې مهال په غزني کې د دریمې لوا ویاند علي ښکاري رسنيو ته وویل چې تیره شپه په یاد ولایت کې د یوه نفوذي کس لخوا د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ښکاري وویل چې نفوذي بریدګر کس له سیمې څخه تښتېدلی دی او په خبره یې د ملي اردو پوسته بیرته فعاله شوې او تازه دمه ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي دي.
هغه ویلي چې سیمې ته دڅېړنو لپاره یو پلاوی هم تللی دی.
طالبانو بیا ویلي چې تیره شپه یې په غزني ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د برید پرمهال یو شمېر سرتیري وژلي او یو تن یې له تجهیزاتو سره له ځان بېولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم یوه نفوذي پولیس خپل اته پولیس ملګري په ډزو وژلي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: