شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / سعودي عرب: په ریاض ښار یې توغندیز برید ناکامه کړی.

سعودي عرب: په ریاض ښار یې توغندیز برید ناکامه کړی.

د سعودي عرب چارواکو د فبرورۍ پر ۲۷مه ویلي چې پوځ یې پر ریاض ښار د میزایل حمله ناکامه کړې ده.

د سعودي عرب چارواکو د دې حملې تور د یمن په حوثي یاغیانو پورې کړی دی.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې حوثیانو د ریاض په لور بيلېسټک توغندي ويشتي او د جیزان صوبې اړخ ته يې يو شمېر ډرونونه استولي دي.

تراوسه حوثیانو په دې اړه څه نه دې ویلي او د مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه هم راپورونه مخې ته نه دې راغلي.

د سعودي عرب پر ټیلي ویژن او ټولنیزه میډیا په خپرو شوو ویډیوګانو کې د ریاض ښار په فضا کې چاودنې ښودل شوې دي.

شنونکو ويلي دي چې دا ښايي د امريکا جوړ دفاعي نظام توغندي وي چې هدف ته يې د مزايل رسيدو مخه نيوله.

بلخوا په ریاض کې د امریکا سفارتخانې امریکایانو ته د محتاطه اوسیدو خبرداری ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *