یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / پاکستان / سوات کې د غیرت په نوم څلور تنه وژل شوي.

سوات کې د غیرت په نوم څلور تنه وژل شوي.

د سوات پولیس چارواکي وايي دواړه پېښې د فبرورۍ پر ۲۲مه (پرون) رامنځ ته شوې دي.

د ګل په ورځ (نن) له رسنیو سره په خبرو کې د کبل تاڼې د پولیسو مشر ډي اېس پي باچا حضرت وویل چې لومړۍ د کبل تحصیل په کوټلۍ سیمه کې شوې چې په وینا یې یوه سړي خپله مېرمن او یو ځايي تن وژلي او له سیمې تښتېدلی دی.

بلخوا د بهرین باډالۍ تاڼې اېس اېچ او زاهد خان نن وویل چې د باډالۍ یو اوسېدونکی انور علي خپله ښځه سایره او یو بل ځايي تن عیان خان په تبر وژلي دي.

پولیس وايي، ملزم یې نیولی او پرضد یې مقدمه درج شوې ده.

په پاکستان کې په ناموسي وژنو کې هر کال سلګونه نارینه او زنانه خپله ژوند له لاسه ورکوي.

2 تبصرې

  1. You actually make it seem really easy with your presentation however I find this matter to be really something which I believe I might by no means understand. It kind of feels too complex and very extensive for me. I am looking ahead for your next put up, I will try to get the hang of it!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *