سه شنبه , مې 18 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سویلي وزیرستان: د دوو قبیلو ترمنځ جګړې د سیمې خلک اغېزمند کړي.

سویلي وزیرستان: د دوو قبیلو ترمنځ جګړې د سیمې خلک اغېزمند کړي.


د جنوبي وزيرستان په توی خله تحصيل کې ځايي خلک وايي د تيرې يوې میاشتې نه زياته موده وشوه چې د دوه قبيلو ترمنځ د ځمکې په سر جګړه روانه ده او پکې سپکه او درنه وسله کاريږي چې له امله يې د علاقې خلک په کورونو کې ګېر شوي دي.

د جنوبي وزیرستان انتظاميه مني چې د دوتاني او ځلي خېل قبيلو ترمنځ په کرکڼه نومې ځای کې جګړه روانه ده او خواوشاه 25 ورځې يې وشوې.

د جنوبي وزیرستان د توی خلې تحصيل سره تعلق لرونکی محمد حسن وايي د توی خلې او سپين علاقې ترمنځ په کرکڼه کې د مياشتې نه زياته موده وشوه چې دوتاني او ځلي خېلو ترمنځ جګړه روانه ده او د علاقې خلک یې سخت اغېزمن کړي دي.

رسنیو سره په خبرو کې هغه وویل، د دواړو خواو نه درنه او سپکه وسله کاريږی او د جګړې ودرولو دپاره انتظاميه نه ليدل کيږي چې ګام پورته کړي او دا جګړه ودروي.

هغه وويل د جګړې له امله د توی خلې تحصیل ټولې لارې بندي دي په علاقه کې خلک د خوراکي توکيو د ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی چې د دوتاني قبيلي سره تعلق لري وايي که انتظاميه د انګرېز د وخت وېش عملي کړي د ځمکې په سر روانه دغه جګړه به ختمه شي.

د ځلي خېل قبيلي سره تعلق لرونکی سېف الرحمان وايي، د 2019 راهسې دا جګړه روانه شوې او انتظاميه پرې خبر ده خو جګړه يې ونه دروله.

رسنیو سره په خبرو کې هغه وویل دواړو قبيلو ته وسله را روانه ده د يو بل پرضد يې د شپې او د ورځې کاروي، هغه پوښتنه وکړه په علاقه کې د بدامنۍ پرضد عملياتووروسته ويل شوي وو چې علاقه د وسلې څخه پاکه کړی شوې نو بيا دغو خلکو ته وسله د کومې راځي.

هغه زياته کړه د جګړې له امله عادي ژوند اغېزمن شوی تعليمي ادارې بندې دي او کاروبارونه ودرېدلي دي.

ځايي جرنلېسټ نورعلي وايي په علاقه کې درنه وسله کاريږي او داسې خبرونه دي چې د جګړې نه عام خلک اغېزمن کيږي.

هغه وويل په علاقه کې د وسلې ګرځولو او تورو شيشو د ګاډو پرضد 144 ماده لګول شوې په واڼه بازار کې ليدل کیږی چې 144 ماده عملي کیږي خو چرته چې جګړه روانه ده د هلته نه راپورونه دي چې هلته بيا عمليات نه کیږي.

خو د واڼه مرستيال کمشنر بشير خان وايي په کرکڼه کې د 100 کالو نه د زیاتې مودې راهسې د يادو دوه قبيلو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه روانه ده او په 2019 کال کې چې په دې جګړه کې تیزي راغلې د ځايي خلکو په کردار جګړه سړه شوې او مورچې خالي شوې وې خو اوس بيا جګړه توده شوې ده.

هغه وویل انتظامیې دواړو قبيلو ته درې وړانديزونه کړي چې مقامي جرګه دې دغه شخړه هواره کړي، دوېمه دا چې دانګرېز د وخت وېش دې عملي شي او دواړه قبيلې دې پرې عمل وکړي خو دواړه قبيلې هغه وېش نه مني.

هغه وويل درېم وړانديز دا دی چې صوبايي حکومت به يو کمېشن جوړوي او هغه کمېشن چې څه فېصله وکړي انتظامیه به یې عملي کوي.

بشير خان وويل په علاقه کې 144 ماده په ځای کړی شوې او صوبايي حکومت ته يې د کمېشن جوړولو دپاره خط هم لېږلی او چې صوبايي حکومت ورته څه ځواب وکړي په هغې به عمل کوي.

په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وو د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي.

هغه ويلي وو په قبايلي علاقو کې د ځمکو په سر شخړې موجودې دي او د چا ترمنځ چې شخړې وي د علاقې رواياتو په کتو به د جرګې د لارې هغه شخړې هوارولی شي.

8 تبصرې

  1. of course like your web-site but you have to check the spelling on several of your posts. A number of them are rife with spelling problems and I find it very troublesome to tell the truth nevertheless I’ll surely come back again.

  2. buy ivermectin – buy oral ivermectin stromectol 6 mg tablet

  3. ivermectin pills canada – ivermectin 0.08 oral solution stromectol sales

  4. stromectole online – stromectol 12mg stromectol tablets

  5. how much is plavix medication – clopidogrel 75 mg tablet price purchase plavix

  6. cheapest ed pills america – what the gray colored pill for ed 2018 oval purple pill ed dm

  7. Hi, I think your blog might be having browser compatibility issues. When I look at your blog site in Ie, it looks fine but when opening in Internet Explorer, it has some overlapping. I just wanted to give you a quick heads up! Other then that, great blog!

  8. jacked up ed pills – mexican ed pills rail ed pills

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *