شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / صوابۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي د خپلې کورنۍ د نورو درېیو غړو په ګډون وژل شوی

صوابۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي د خپلې کورنۍ د نورو درېیو غړو په ګډون وژل شوی


په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد د عدالت قاضي (جج) د ښځې، لور او نمسي سره د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.


د صوابۍ د پوليسو په وېنا دغه پېښه په پېښور موټر وی د صوابۍ په انټرچېنج هغه وخت رامنځته شوې چې جج افتاب افريدي د سوات نه اسلام اباد ته په لار وو.


ياده پېښه پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (څلورم اپرېل) ناوخته رامنځته شوې ده.


ویل شوي د هغه په موټر ډزې شوي هغه، د هغه ښځه، لور او نمسی په ډزو کې وژل شوي او ډرايور يې سخت ژوبل شوی دی.


د پېښې په اړه پوليس ته په ورکړی شوي رپورټ کې د وژل شوي قاضي زوی ويلي پلار يې په سوات کې د ترهګرۍ ضد عدالت جج وو.


هغه ويلي په دوه موټرو کې کسان راغلي او د پلار (جج افتاب افريدي) په ګاډي يې ډزې کړي دي.
د ژغورنې ادارې رېکسيو 1122 هم په پېښه کې وژنې تاييد کړي او د ژوبل ډرايور روغتون ته منتقل کولو يې ويلي دي.


د صوابۍ د چوټا لاهور تاڼې پولیسو ويلي دغه پېښه د تاڼې په علاقه کې مخې ته راغلې ده.
پوليس ویلي په ګاډي ډزې د نزدې نه شوي دي.
د پوليس چارواکو په وېنا د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.


په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي په دې پېښه کې ککړ کسان به نيول کيږي او پرضد به يې سخت قانوني چلند کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *