شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان: تر څو چې له افغانستانه بهرني ځواکونه نه وي وتلي کومه غونډه کې ګډون نه کوي

طالبان: تر څو چې له افغانستانه بهرني ځواکونه نه وي وتلي کومه غونډه کې ګډون نه کوي

طالبانو ويلي د افغانستان د راتلونکې په اړه په ترکي کې راجوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي څو پورې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه نه وي وتلي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعیم په ټویټر ويلي، تر هغې پورې چې د افغانستان نه ټول بهرني ځواکونه نه وي وتلي، دوی (طالبان) به په هیڅ قسمه غونډه کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان په اړه پرېکړه کوي.
د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه د طالبانو دغه بيان څو ساعته وروسته له هغې مخې ته راغلی چې امریکا ويلي د روان کال 11 ستمبر وروسته به د افغانستان نه ټول امريکايي ځواکونه اوباسي.
امریکايي چارواکو ويلي، صدر جوبايډن به نن اعلان وکړي چې د 11 ستمبر وروسته به د افغانستان نه خپل پوځونه اوباسي.
دا تازه پرمختګ په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په ترکي کې د افغانستان په اړه د 24 اپرېل څخه د څلورمې مې پورې غونډه راجوړيږي.
د خبر ترمخه د غونډې شريکو منتظيمينو ترکي، قطر او ملګرو ملتونو په شريک بيان کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ يوه غېر معمول غونډه د 24 اپرېل نه تر څلورمې (مې د میاشتې) جوړيږي.
په بيان کې ویل شوي چې د غونډې راجوړونکی يو ازاد، خپلواکه او متحد افغانستان غواړي.
خو د استنبول د غونډې د نېټو د اعلان نه وړاندې هم طالبانو ويلي وو په غونډه کې برخې اخستو ته چمتو نه دي.

3 تبصرې

  1. Have you ever thought about including a little bit more than just your articles? I mean, what you say is important and all. But just imagine if you added some great graphics or videos to give your posts more, “pop”! Your content is excellent but with pics and video clips, this website could definitely be one of the best in its field. Excellent blog!

  2. I know this if off topic but I’m looking into starting my own weblog and was curious what all is required to get set up? I’m assuming having a blog like yours would cost a pretty penny? I’m not very web savvy so I’m not 100 positive. Any suggestions or advice would be greatly appreciated. Thanks

  3. Would you be all in favour of exchanging links?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *