شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان وایي د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه به د ترکیې په غونډه کې ګډون ونشي کړی

طالبان وایي د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه به د ترکیې په غونډه کې ګډون ونشي کړی

طالبانو ویلي که د ترکیې د استانبول په ښار کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه د همدې روانې میاشتې په ۱۶ نېټه جوړه شي، دا ډله به پکې ګډون ونشي کړی.

د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته دا ندي ویلي چې ولې پدې خبرو کې په ټاکلې نیټې ګډون نشي کولی.

طالبان پداسې وخت کې د استانبول په غونډې کې د اپریل په شپاړلسمې نیټې د ګډون نه کولو خبره کوي چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي په کابل کې د افغان چارواکو سره کتلي او د استانبول د غونډې اجنډا یې ورسره شریکه کړې.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د استانبول د غونډې د اجنډا مهمې مادې ارښتونه، اوربند او د حکومت جوړول دي.

تر اوسه په دقیقه معلومه نده چې د استانبول غونډه به په کومې نیټې دایره شي خو د افغانستان حکومت ویلي چې ښایي بله اوونۍ جوړه شي.

د استانبول د غونډې نه وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د سولې لپاره خپله طرحه په ډاګه کړه چې درې مرحلې لري.

د ښاغلي غني د سولې په طرحې کې له ټاکل شوي‌ وخت څخه مخکې انتخابات او د لویې جرګې دایریدل شامل دي.

د استانبول د غونډې په هکله د طالبانو دا څرګندونې پداسې وخت کې کیږي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرینو چارو وزیر نن دوشنبه، اپریل ۱۲ (وري۲۳) په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د ایستلو یا پاتې کیدلو په هکله د ناټو د متحدینو سره د سلا مشورو لپاره اروپا ته ولاړ شي.

د طالبانو او د امریکا تر منځ د دوحې د سولې په موافقې کې امریکا منلې وه چې د مۍ د میاشتې تر اولې نیټې به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه اوځي خو د امریکا اوسنی حکومت وایي چې دا نیټه ریښتینې او عملي نده.

يوه تبصره

  1. Hi there, I found your site by the use of Google even as searching for a comparable matter, your website came up, it appears to be like great. I’ve bookmarked it in my google bookmarks.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *