شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / بين المللي / فرانسه کې د برونزي پېر درې ګوډېزه ډبرينه لوحه کش شوې ده

فرانسه کې د برونزي پېر درې ګوډېزه ډبرينه لوحه کش شوې ده

څېړونکو هڅه وکړه دا لوحه ترلاسه کړي، همدا وو چې په ۲۰۱۴ کال یې د کور په ځمکتل کې ومونده.‌

څېړونکو ویلي، د برونزي پېر یوه ډبرینه لوحه تازه کشف شوې ده،‌ چې ښايي په اروپا کې دا تر ټولو لرغونې درې ګوټیزه نقشه وي.

لومړنۍ ډبرینه لوحه چې ۲ پر ۱٫۵ مترو کې وه، په ۱۹۰۰ کال کشف شوه، بیا په ۲۰۱۴ کال د فرانسې د یوې کلا په ځمکتل کې بله کشف شوه.‌

هغو لرغونپوهانو چې د ۴ زره لرغونتوب لرونکو ډبرینو کیندنو ډولونه یې څېړلي،‌ ویلي باوري دي چې دا نښې د لوېدیځ بریټني سیمې نقشې دي.

دوی دا ټینګار هم کوي چې په دې سره دا په اروپا کې د دې مشهورې سیمې تر ټولو لرغونې درې ګوټیزه لوحه ده.

دا ډپرینه نقشه لومړی ځل بریټني کې په ۱۹۰۰ کال کشف شوه

اټکل دی چې د “سېنټ بېلېک سلب” په نامه دا مشهوره ډبرینه لوحه د برونزي پېر پر لومړیو پورې تړاو لري، یعنې تر میلاد وړاندې ۱۹۰۰ او ۱۶۵۰ کلونه.

لومړنۍ لوحه په ۱۹۰۰ کال د لوېدیځ بریټني په ونیسټیر تر میلاد مخکې یوه هدیره کې د یوه سیمه ییز لرغونپوه پال دو شاتیلېه په مټ د کیندنو پرمهال کشف شوې وه.

پر دې ډپرینه لوحه بېلابېل نقشونه توږل شوي

ښکاري چې دا لوحه کابو یوه پېړۍ هېره کړل شوې وه، ځکه چې د ښاغلي دو شاتیلېه تر کور لاندې یوه خندق کې څو لسیزې ساتل شوې وه.‌

خو څېړونکو هڅه وکړه دا لوحه ترلاسه کړي، همدا وو چې په ۲۰۱۴ کال یې د کور په ځمکتل کې ومونده.‌

د لوحې د نښو او نقشونو تر څېړلو او ارزولو وروسته،‌ څېړونکي پر دې اند شول چې ګنې دا به یوه نقشه وي.

نقشه کې توږل شوی ژور ځای د اوډیټ نهر نقشه ده

فرانسه کې یوې ټولنې پخپله خپرنۍ کې ویلي وو چې د دې ډبرینې لوحې پر مخ:‌ “له کرښو سره اړوند تکراري شکلونه” ددې څرګندونه کوي چې ګنې دا د ونیسټیر سیمې نقشه بیانوي.

څېړونکي وايي، پر لوحه توږل شوې درې ګوټیزه ژور شوي ځایونه د اودیت نهر نقشه ده، خو په سیمه کې د سېندونو د شبکې نورې کرښې هم ښکاري.

ډاکټر کلیمان نیکولاس بي بي سي ته ویلي، دا ډول توږل شوې نقشې په ګرده نړۍ کې شته. دا نقشه ښايي د یوې مشخصې سیمې لپاره جوړه شوې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *