شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / قبایلي سیمو کې وسلوالو په پوځ بریدونه کړي

قبایلي سیمو کې وسلوالو په پوځ بریدونه کړي

د راپورونو لۀ مخې تېره ورځ د مارچ میاشتې په ۱۹ مه نېټه په باجوړ او مومندو قبایلي سیمو کې وسلوالو په پوځ دوه بېلابېل بریدونه ترسره کړي چې پکې د پوځ دوه چارواکي وژل شوي او یو ژوبل شوی.

د سرچینو په وینا لومړی برید د مومندو ایجنسۍ د بایزي تحصیل په سوران دره کې ترسره شوی.

خبر زیاتوي چې یاد برید په داسې حال کې ترسره شوی چې یو پوځي چارواکی لومړی د یوې نامالومې خوانه د مرمۍ په راتلو سره ټپي شوی وو چې وروسته یې بیا ساه ورکړې.

دویم برید د باجوړ ایجنسۍ د تحصیل واړه ماموند په څپري سیمه کې د وسلوالو لخوا د پوځ یوه ودانۍ د توغندیز برید هدف ګرځولی شوې.

په برید کې د امنیتي ځواکونو یو تن مړ او یو ژوبل شوی، د دې ترڅنګ پوځې ودانۍ هم زیان منه شوې.

د دواړو بریدونو مسوولیت د غیر قانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني منلی.

یاده دې وې چې دوه ورځې وړاندې هم دې ورته په یوه برید کې د پوځ دوه ځوانان وژل شوي وو

4 تبصرې

  1. Thank you for sharing with us, I conceive this website genuinely stands out : D.

  2. demais este conteúdo. Gostei muito. Aproveitem e vejam este site. informações, novidades e muito mais. Não deixem de acessar para se informar mais. Obrigado a todos e até mais. 🙂

  3. I like what you guys are up too. Such intelligent work and reporting! Keep up the superb works guys I have incorporated you guys to my blogroll. I think it’ll improve the value of my web site 🙂

  4. I’ve read some good stuff here. Definitely worth bookmarking for revisiting. I surprise how much effort you put to make such a great informative website.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *