د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي؛ طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري. نوموړي په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي. محب ویلي، چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی. نوموړی وايي تر دې دمه، چې روان حالت څاري، طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موکه تر لاسه شي خو دا غیر ممکنه ده. د ملي امنیت سلاکار دغه راز وايي، چې د افغان ولس او افغانستان پر وړاندې یو ځل بیا د اتیاومو، کلونو تاریخ او بې نظمي به تکرار نشي او له ټولو ستونزو سره سره د نظام د تقویت لپاره کار کوي.
