شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ملا برادر: که د دوحې تړون په سمه توګه عملي شي نو افغانستان کې به سوله راشي.

ملا برادر: که د دوحې تړون په سمه توګه عملي شي نو افغانستان کې به سوله راشي.

ملا عبدالغني برادر وایي د دوحې تړون عملي کېدو سره افغانستان کې سوله او ثبات ټینګېدلی شي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي، که د دوحې تړون په سمه توګه عملي شي نو ورسره په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګېدلی شي. ښاغلي برادر دا څرګندونې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې خپلمنځي تړون د یو کال پوره کېدو پر ورځ کړې دي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبان دې تړون ته ژمن دي او امریکا هم باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د ده په وینا، طالبانو دې موده کې د خپلې ژمنې له مخې پر لویو ښارونو او د ولایتونو او ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه نه دي کړي او پوځي عملیات یې کم کړي دي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وایي، مقابل لوري دې لړ کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، او د تړون نړیوال ناظرین او ملګري ملتونه باید امریکا خپلو کړیو ژمنو ته متوجه کړي.

ملا برادر تور لګولی چې په دې وروستیو کې په هدفي وژنو کې د هغې خاصې کړۍ لاس دی چې غواړي بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې شي او وضعیت دې کړکېچن وي.


له دې سر هم مهال قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، له امریکا سره یې خپلمنځي تړون ښه روان دی، خو ځینې نیمګړتیاوې پکې شته دي.

ډاکټر محمد نعیم په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، د دې تړون پر اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ژمنه، د شپږ زره بندیانو خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو پیل لویې لاسته راوړنې دي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، “افغانانو چې د دوحې له هوکړه‌ليکه د سولې او امنيت اړوند کوم توقعات لرل نه یې دي تر لاسه کړي. دغه تړون تر اوسه پورې يوازې له امریکا سره اوربند يقيني کړی، له افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه يوازې تر قتل، غارت، ترور او وحشت محدوده ده”.

د دغې شورا ویاند رحمت الله اندړ پر ټویټر او رسنیو ته په یوه استولې وېډیو پیغام کې ویلي، په دې تړون کې د افغانانو لپاره د هیله مندي څه نه شته، بلکې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده.

د ملي مصالح عالي شورا هم د دغه تړون د یو کلن کېدو په غبرګون کې ویلي، له دې تاریخي فرصته د سولې لپاره لکه څنګه چې باید شوي وای، ګټه وانخیستل شوه.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون په یوه وېډیويي کلیپ کې وايي: “له یوه کال وروسته ښکاري چې لاهم طالبان د دې تړون مفادو ته، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدلو، په جدي او هدفمن ډول د مذاکراتو د تعقیب او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته پابند نه وو”.

نوموړی وايي، تر یوه کال وروسته لاهم هیله شته چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت له لاسه ونه وځي.

همدا راز د سولي په چارو کې د دولت وزارت وايي، که څه هم د دوحې هوکړې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالي او د امنیتي حالت په ښه کېدا کې لازم اغیز نه دی درلودلې، خو په وینا یې بیا هم په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو د دوام ملاتړ کوي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې ۴ مهم ټکي



د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

امریکا او طالبانو له شاوخوا اتلس میاشتو سختو او پېچلو مذاکراتو وروسته په ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه د شنبې په ورځ چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري له ۲۹سره سمون خوري په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

له طالبانو دا ضمانت اخیستل چې د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې به د افغانستان خاوره نه کاروي.

له افغانستانه په څوارلس میاشتو کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش.

له هوکړې لس ورځې وروسته په ټول هېواد کې د بین الافغاني مذاکرتو پیل سره د اوربند پر ټینګښت بحثونه او مشورې

د همدې هوکړې له مخې د افغان حکومت له بنده د ۵ زره طالب بندیانو، او د طالبانو له بنده د زر تنه حکومتي بندیانو خلاصون

يوه تبصره

  1. I was looking through some of your articles on this site and I conceive this website is rattling informative ! Retain putting up.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *