شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / مومندو کې د بې درکه شویو وګړو کورنیو احتجاج کړی

مومندو کې د بې درکه شویو وګړو کورنیو احتجاج کړی

د قبایلي سیمې مومندو ایجنسۍ هغه کورنیو د ایجنسۍ په مرکز غلنۍ کې احتجاج کړی چې وګړي یې د پوځ لخوا بې درکه شوي دي.

د راپورونو له مخې په احتجاج کې د نارینوو سره سره مېرمنو هم ګډون درلود، په غلنۍ بازار کې احتجاج کوونکو هغه بېنرونه هم په لاسونو کې اخیستي وو چې د لاپته وګړو د خلاصون نارې ورباندې لیک وې.

احتجاجي غونډې ته د پیپلز پارټۍ غړي ارشد بختیار خان، میا لعل بادشاه صافي، ابرار افغان، میر افضل مومند، حکم خان پنډیالۍ، حمزالله او میر افضل قنداري خبرې وکړې.

غونډې ته د یادو ویونکو وینا وه چې یو څوک بې درکه کول د پاکستان د آئین او قانون خلاف دي که په دغو تری تم شویو کسانو کې چا کوم جرم کړی وي نو محاکمه دې شي او د قانون مطابق چلند دې ورسره وشي.

په پای کې مظاهره چیانو د غلنۍ مرکزې دروازې پورې لاریون وکړ چې پکې د بېګنا وګړو د لادرکه کولو او د پوځ مخالف شعارونه او نارې ووهلی شوې، مظاهره چیانو د مارچ د میاشتې په ۲۲مه د پېښور هائیکورټ مخې ته د مظاهرې خبر ورکړ او په باامنه توګه بېرته خپلو سیمو ته ستانه شول.

یاده دې وي چې هېواد کې په زرګونه پښتانه او بلوڅان د پاکستاني پوځ لخوا تری تم کړی شوي دي چې له امله یې وخت په وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پوځ خلاف احتجاجي غونډې او لاریونونه ترسره کېږي

2 تبصرې

  1. Wow! This could be one particular of the most beneficial blogs We have ever arrive across on this subject. Basically Magnificent. I’m also a specialist in this topic therefore I can understand your effort.

  2. Its vital that you bear in your mind you could not choose the SAT composition without even requiring the SAT that is overall. Which usually means that in the event you would like decide that you desire an SAT composition evaluation for your own software and after choose the SAT essay during the right time of one’s SAT, youll need to re take the SAT. https://www.assemblymade.com/2020/05/why-is-college-admission-essay-needed/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *