دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / نړیوال بانک پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د کرونا واکسین ذخیره نه کړي

نړیوال بانک پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د کرونا واکسین ذخیره نه کړي

نړیوال بانک پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د کرونا واکسین ذخیره نه کړي. د نړیوال بانک مشر په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي کرونا وبا ټوله نړۍ ځپلې ده نو هغه هېوادونه چې د کرونا واکسین یې جوړ کړي او یا شتمن دي او دغه واکسین پېري نو باید ذخیره یې نه کړي. ډیویډ مالاپاس ویلي نړیوال بانک پر دې کار کوي چې بېوزله هېوادونو ته کرونا واکسینو د پېرلو لپاره مرستې وکړي او یا پورونه ورکړي. نړیوال بانک دغه راز ټینګار چې شتمن هېوادونه هم باید له بېوزلو سره مرستې وکړي، ددوی لاسنیوی وکړي او له دوی سره دې د کرونا وبا په ختمولو کې له نږدې کار وکړي.

يوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: