شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني د سولې په اړه خپله دریمه پړاویزه طرحه له زلمي خلیل زاد سره شریکه کړې

ولسمشر غني د سولې په اړه خپله دریمه پړاویزه طرحه له زلمي خلیل زاد سره شریکه کړې



افغان چارواکي وايي د ترکيې غونډه کې د سولې لپاره به د ولسمشر غني طرحه چې پر وارمخکې ټاکنو را ټوله ده، د امريکا د طرحې د بديل په توگه وړاندې شي.

د واشنگټن طرحه د يوې ټول شمولې لنډمهالې ادارې وړانديز کوي.

افغانستان کې د جگړې ختمولو لپاره د ولسمشر غني د طرحې په تړاو ډېر جزييات تر اوسه نه و په ډاگه شوي خو رويټرز وايي داسې اسناد يې کتلي چې ښېي دغه طرحه درې پړاوونه لري.

د طرحې لومړى پړاو د پر يوه سياسي جوړجاړي اجماع ته د رسېدو او پر يوه اوربند د هوکړې وړانديز کوي.

اوربند به د نړيوالو له لوري څارل کېږي.

د طرحې دويم پړاو کې د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کېدو يادونه شوې چې پايله يې کې د سولې حکومت جوړ او بيا د نوي سياسي نظام د جوړولو لپاره د هغو لارو چارو د پلي کولو گامونه پورته شي چې ورباندې هوکړه شوې.

افغان ولسمشر د خپل پلان په دريم پړاو کې د اساسي قانون د سمون، کډوالو د بېرته ستنولو او د پرمختيايي تدبيرونو د پلي کولو لارښوونه کوي.

د سولې ۳۰ طرحې

د ملي مصالحې شورا وايي، ۳۰ طرحې ور سره شریکې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي پخلاينې عالي شورا ويلي ۲۵ ګوندونو د سولې ۳۰ طرحې ورته وړاندې کړې.

دا شورا وايي د ترکیې تر ناستې وړاندې هڅه کوي دا ټول وارزوي او بیا د سولې طرحې مسوده جوړه کړي.

پرون د پخلاينې عالي شورا د مشرتابه جرگې د دغو طرحو د ارزولو او توحيد لپاره په سپیدار ماڼۍ کې ناسته هم درلوده.

دوى په ځانگړې توگه د افغان ولسمشر د طرحې يادونه نه ده کړې خو د پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وړاندې رسنيو سره خبرو کې ويلي و چې د شورا په ناسته کې د دغې طرحې يادونه شوې خو په تړاو يې جدي بحث نه دى شوى.

ښاغلي عبدالله وويل د ولسمشر نظر دا دى که غواړو چې ژر يوې پايلې ته ورسېږو او طالبان يې ومني نو مخامخ وړاندې له وخته ټاکنو ته تللى شو.

ښاغلي عبدالله زياته کړه دا وړانديز هم د ترکيې په ناسته کې مخې ته کولى شو خو دا چې طالبان څومره چمتو دي چې په څو مياشتو کې مخامخ ټاکنو ته حاضر شي يوه لويه پوښتنه ده.

خو داسې رپوټونه خپاره شوې چې ښاغلي غني خپله طرحه وار له مخه افغان سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد او نور بهرنيو کړيو سره شريکه کړې.

د ترکیې ناسته

ترکيه کې د جوړېدونکې غونډې نېټه لا نه ده اعلان شوې خو يوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي و ترکیه، امريکا او ملګري ملتونه سلا شوي چې د استانبول غونډه د راونې اپرېل مياشتې

پر ۱۶ مه پیل شي او ١٠ ورځې به دوام وکړي.

افغان چارواکو او طالبانو ويلي چې په دې تړاو د دوى خپلمنځۍ مشورې نه دي بشپړې شوې.

د دوحې تړون له مخې ټاکل شوې افغانستان کې پاتې امريکايي ځواکونه ټول د مې تر لومړۍ نېټې له دغه هېواد ووځي

خو رويټرز د يوه لوړ پوړي چارواکي په وينا ليکلي چې طالبان د امريکايي ځواکونو د وتلو د وروستۍ نېټې غځولو سره سلا دي او د خپلو زرگونو زندانيانو د خوشي کېدو په بدل کې به پر بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کوي.

قطر کې د طالبانو وياند محمد نعيم بيا وايي دغه راز وړانديز نه دى شوى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *