شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني پروستات عملیات په بریا سره پای ته وسیدل

ولسمشر غني پروستات عملیات په بریا سره پای ته وسیدل

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تر پروستات عملیاتو وروسته ارګ کې خپل استوګنځي ته ستون شوی دی.

امرالله صالح خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي: ”له پاک خدای جلالتماب ولسمشر ته روغتیا غواړم او شهید سردار داود خان روغتون کې تر عملیاتو وروسته ارګ کې خپل استوګنځي ته په ستنېدو یې ټول افغان ولس ته مبارکي وایم.”

نوموړی وايي، نن سهار هم ولسمشر ور سره ټلیفوني خبرې کړې او له خپلې بشپړې روغتیا یې ډاډمن کړی دی.

د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم وویل، د ولسمشر حالت ښه دی او له روغتون رخصت شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني سې شنبه وویل، په کابل کې یې د ‘پروستات’ جراحي عملیات کړي او په وینا یې روغتیا ښه ده.

ولسمشر غني په دې هکله په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ”زه د شهید سردار محمد داود خان روغتون له درنو ډاکتر صاحبانو او روغتیاپالو څخه د زړه له تله مننه کوم چې همدا شېبه یې زما عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسول.”

د ولسمشر غني عمر څه باندې اویا کاله دی او له دې مخکې یې هم د روغتیا او په ځانګړې توګه د معدې جراحي عملیاتو په هکله ویل شوي، خو رسماً دغه ډول رپوټونه نه دي تایید شوي.

تېر کال همدې اپریل میاشت کې چې افغانستان کې کورونا وېروس پېښې خورا ډېرې شوې، ولسمشر غني او مېرمن یې کورونا ازموینه وکړه، چې منفي وه.

له هغه وروسته د دغه ناروغۍ مخنیوي او احتیاطي تدبیر په توګه ولسمشر غني احتیاطي تدبیرونه په سختۍ سره مراعتول او له نورو یې هم ورته غوښتنه کوله.

په افغانستان کې د کوویډ – ۱۹ پېښو له ډېرېدو وروسته ولسمشر غني په ډېری رسمي غونډو کې په انلاین توګه ګډون کاوه.

د ولسمشر غني په هکله ویل کېږي، چې معمولاً په ورځ کې تر ۱۶ ساعتونو پورې کار کوي، یوازې اته ساعته وخت د خوب یا ارام لپاره ځانګړي کوي، خو معمولا د ولسمشر روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *