یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې تاوتریخوالی او جګړې د حل لار نه ده

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې تاوتریخوالی او جګړې د حل لار نه ده

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې تاوتریخوالی او جګړې د حل لار نه ده. ولسمشر غني نن د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان حکومت د یوې دایمي او رښتینې سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې هڅه کوي. دده په خبره جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي او نړۍ ته هم دا ثابته شوې چې د افغانانو قربانۍ په حقه دي او د افغان ملت تر څنګ ولاړ دي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغان سولې لپاره باید سیمه ییزه اجماع لا پیاوړي شي او نړیوال دې له دې پروسې سره همکاري وکړي. ولسمشر غني دغه راز وویل چې د جینوا د کنفرانس ستره غوښتنه د فساد ختمول و، خو حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې لري. دده په وینا یو کوچنی مفسد اقلیت په حکومت کې موجود دی چې دوی یې پر وړاندې د فساد ضد ادارې قوي کړې دي او ددوی په خاطر باید پر ټول حکومت د فساد تور پورې نه شي. نوموړي داسې مهال د فساد ضد څرګندونې کړې چې د ولسمشر غني حکومت په وروستیو کې د نړیوالو او ملي بنسټونو له لوري په فساد تورن شوی دی او له ولسمشر یې غوښتي چې ژر تر ژره د فساد د ختمولو لپاره عملي او کوټلي ګامونه اوچت کړي.

3 تبصرې

  1. I chose the right one, the hair piece suits me well, I am satisfied, and the hair quality is very good. At the beginning, I was a little unfamiliar with it. I did it for a while. It was natural and completely invisible. Just want this effect. Very happy

  2. Hello.This article was extremely fascinating, particularly because I was looking for thoughts on this subject last Wednesday.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *