شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان د ترهګرو د ماليسرچینو په سر کې یو بیا په خړ لیسټ کې شامل شو

پاکستان د ترهګرو د ماليسرچینو په سر کې یو بیا په خړ لیسټ کې شامل شو

پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پیسو د لېږد پر سر د نړیوالې څارونکې ادارې ایف اې ټي ایف په خړ نوملړ کې پاتې شو.
دې ادارې نن د خپلې څلورورځنۍ عمومي غونډې په پای کې پرېکړه کړې چې پاکستان په خړ نوملړ کې وساتل شي، ځکه چې وایي دې هېواد په ورکړل شویو 27 سپارښتنو کې ټولې نه دي پوره کړې.
د ایف اې ټي ایف ادارې مشر مارکس پلېیر د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو په برخه کې د دوی تر ژورې څارنې لاندې پاتې شو:
“ایف اې ټي ایف دا مني چې پاکستان په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو او غیرقانوني پیسو د منتقلېدو د مخنیوي هڅې وښیي، خو تر اوسه لا هم ځینې سنجیده نیمګړتیاوې پکې پاته دي”.
ښاغلي مارکس پلېیر له پاکستانه په ټینګار وغوښتل چې خپلې دغه نیمګړتیاوې د دوی تر راتلونکې غونډې پورې پوره کړه:
“دغه ټولې کمۍ چې پاته دي د ترهګرو له مالي سرچینو سره تړلې دي، په 27 سپارښتنو کې درې پاته دي چې باید په بشپړه توګه عمل ورباندې وشي”.
په اسلام اباد کې د تبادلب نومې غېر دولتي څېړنيزې ادارې په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 2008 نه تر کال 2019 پورې درې وارې د اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې د پاکستان د شاملېدو لکبله د هېواد اقتصاد ته د 38 اربه ډالرو نقصان رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې په راتلونکې جون میاشت کې به بیان ایف اې ټي ایف پخپله بله غونډه کې د پاکستان هڅې ارزوي او بیا به پرېکړه کوي چې دا هېواد له خپل خړ نوملړه وباسي، پکې ویې ساتي او که یې تور نوملړ ته واچوي.

8 تبصرې

  1. optimal content, i love it

  2. tadalafil 40 mg daily tadalafil max dose
    order tadalafil

  3. pills without a doctor prescription: https://genericwdp.com/ best online international pharmacies india

  4. over the counter viagra order viagra online
    100mg viagra

  5. viagra over the counter https://viagrapills100.com/ when will viagra be generic

  6. neurontin generic: cheap gabapentin – neurontin tablets 300 mg

  7. buy prescriptions from india pharmacy: buy prescriptions from india pharmacy usa pharmacy india

  8. viagra pills online: levitra pills best male erectile dysfunction pill

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *