یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / په امریکا کې د کرونا وېروس قربانیانو کچه تر ۵۰۰ زرو لوړه شوه.

په امریکا کې د کرونا وېروس قربانیانو کچه تر ۵۰۰ زرو لوړه شوه.

د امریکا متحدو ایالتونو لوېدیځ کې د کورونا وېروس تر لومړنۍ مثبتې پې‍ښې یو کال وروسته په دې هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۵۰۰ زرو کسانو اوښتی دی.

دا شمېرې چې د برازیل پرتله نژدې دوه برابره دي، په دې وېروس امریکا کې تر ۲۸ میلیون ډېر کسان اخته شوي دي.

تر اوسه د امریکا له ۳۴۰ میلیون وګړو نژدې ۱۵ سلنې ته یې د کورونا ضد واکسین ورکړل شوی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ماښام سپینه ماڼۍ کې له لومړۍ مېرمنې جېل بایډن، د هغه له مرستیالې کماله هرېس او د هغې له مېړه سره د مړو شویو کسانو د یاد په پار د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه او شمې یې بلې کړې.

ښاغلي بایډن امهر کړی چې د کوویډ-۱۹ قربانیانو ته په درناوي باید د امریکا په ټولو فدرالي ځایونو کې د پنځو ورځو لپاره ملي بیرغ نیمه ځوړند پاتې شي.

هغه وروسته پر تلوېزیون خلکو ته وینا کې وویل چې بې غوري ونه کړي او د دې ناورین د ډېرېدو مخه دې ونیسي:

“ځینې خلک وايي دا عادي خلک وو، نه! هېڅ یو یې هم عادي انسان نه و.‌ټول فوق العاده کسان وو.‌ ډېری یې په دې خاوره کې زیږېدلي وو،‌ ډېری نور یې دې خاورې ته راکډه شوي وو”.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ماښام سپینه ماڼۍ کې له لومړۍ مېرمنې جېل بایډن، د هغه له مرستیالې کماله هرېس او د هغې له مېړه سره د مړو شویو کسانو د یاد په پار د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه او شمې یې بلې کړې.

تر امریکا وروسته هند کې په کورونا وېروس ډېر کسان (۱۱ میلیونه) وګړي اخته شوي او برازیل کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۰ میلیونو ته رسېدلی، خو برازیل د ۲۲۴ زره کسانو په لرلو نړۍ کې دویم نمبر هېواد او مکسیکو د ۱۷۸ زره کسانو د مړینې په درلودو درېیم نمبر هېواد دیږ‌

په امریکا کې د ساري ناروغیو د کارپوهانو ډلمشر ډاکتر انټوي فاوچي سې اېن اېن ته ویلي: “خلک به لسګونه کاله د امریکا په تاریخ کې ددې ناروغۍ په اړه غږېږي”.

د واشنګټن پوهنتون د روغتیا ارزونې انستېتیوت شمېرې اټکل ښيي چې ښايي تر راتلونکې جولای میاشتې امریکا کې د کورونا وېروس له کبله ۹۰ زره نور کسان هم مړه شي.

د شمېرو له مخې، ښايي د راتلونکې مې میاشتې تر پایه به امریکا کې هره ورځ ددې وېروس له کبله تر ۵۰۰ ډېر کسان وري،‌ چې اوس دا شمېره هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ تنه ده.

امریکا کې اوسمهال هره ورځ کابو ۱٫۶ میلیون کسانو ته د کورونا ضد واکسین ورکول کېږي.

2 تبصرې

  1. Light and natural, bought for the second time

  2. What’s Taking place i’m new to this, I stumbled upon this I have found It absolutely helpful and it has aided me out loads. I hope to give a contribution & assist different users like its helped me. Good job.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *