چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / په اندونیزیا کې یوه الوتکه له الوتو وروسته بې درکه شوې

په اندونیزیا کې یوه الوتکه له الوتو وروسته بې درکه شوې

یوه ملکي الوتکه چې ۶۲ کسان پکې ناست دي، د اندونیزیا له پلازمېنې جکارتا نه له الوت لږ وروسته بې درکه شوې ده او اوس داسې وېره څرګندېږي چې سمندر ته لوېدلې ده.

ځايي چارواکي وايي د سریویجایا هوايي شرکت دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه په کالیمانتان ایالت کې پونتیاناک ښار ته پر لار وه، چې له راډار سره یې اړیکه پرې شوه.

د فلایټ راډار۲۴ ټکی کام وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، دغه الوتکه له یوې دقیقې هم په کم وخت کې د الوت لپاره له ټاکلې کچې تر ۳۰۰۰ متره لاندې کوزه شوه.

د ټرانسپورټ وزارت وايي، د لټون او ژغورنې چارې پیل شوې دي. د هوايي چلند ځايي شرکت سریویجایا چارواکي وايي، دوی د الوتکې برخلیک په هکله د معلوماتو راټولولو په حال کې دي.

عني شاهدان وايي، لږ تر لږه یوه چاودنه یې په خپله واورېده. یوه کب نیونکي سولیحین د اندونیزیايي رسنيو ته ویلي، یو چاودنه یې واورېده او بیا دوی پرېکړه وکړه چې وچې ته ستانه شي.

دی وايي:

”الوتکه د برېښنا غوندې اوبو ته ننوته او بیا چاودنه وشوه، دا موږ ته خورا نژدې وه، یو ډول ټوټې زموږ پر کښتۍ هم ولګېدې. ”

رپوټونو کې ویل شوي، په سمندر کې د اندونیزیايي سمندري ځواک لټون پیل کړی دی او رویټرز خبري اژانس د سمندري ځواک یوه چارواکي عبدالرشید له قوله ویلي، د الوتکې تګلارې ته په پام سره سیمې ته لویې کښتۍ استول شوې دي.

بې درکه شوې الوتکه د بوینګ۷۳۷ مکس ډوله نه ده چې دا وروستیو کلونو کې یې یو شمېر له پېښو سره مخامخ شوې دي.

د سریویجایا الوتکې دغه تصویر ۲۰۰۹ کال کې جکارتا کې اخیستل شوی.

هغه ډول یوه الوتکه د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې اندونیزیا کې سمندر ته وغورځېده، چې ۱۸۹ کسان پکې مړه شوي وو.

پر خواله رسنیو او ټلویزیوني رپوټونو کې داسې تصویرونه لیدل کېږي چې د الوتکې ټوټو په څېر ښکاري.

دیوه ټاپو اوسېدونکو د اندونیزیایي رسنيو ته ویلي، داسې څیزونه یې موندلې چې دوی ګومان کوي، د الوتکې اړوند دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: