چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / پاکستان / په مومندو ایجنسۍ کې د پوځ یو سرتیری وژل شوی

په مومندو ایجنسۍ کې د پوځ یو سرتیری وژل شوی

د پاکستان پوځ ویلي، په قبايلي ضلع مومندو کې ترهګرو د پاکستان په پوځ بريد کړی چې پکې د ملېشې (اېف سي) ځواک يو سرتيری وژل شوی دی.
پوځ ويلي د ترهګرو برید ته کلک ځواب ويل شوی دی.
د پوځي بيان ترمخه ترهګرو د افغانستان د لوري په نړيواله پوله په پوځي چيک پوسته ډزې کړي دي.
ويل شوي په نښته کې د اېف سي ځواک سپاهي 25 کلن فضل واحد چې تعلق يې د شانګلې سره دی وژل شوی دی.
د دغه برید پړه تحریک طالبان پاکستان منلې او ویلي یې دي د مومندو په بايزۍ تحصيل کې په بريد کې يو پوځي سرتيری دوي وژلی دی.
پاکستان وخت په وخت دعوې کوي چې دوي په پاکستان کې ترهګر ختم کړي خو وخت په وخت ترهګر په پاکستان کې په پاکستاني بریدونه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: