دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په هلمند کې هوایی بمبارئ ماشومان وژلي او څه ژوبل دي

په هلمند کې هوایی بمبارئ ماشومان وژلي او څه ژوبل دي



د افغانستان د سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګا کې د لسمې حوزې اړوند بشران سيمې یوه هوایي برید کې لږترلږه پنځه کوچنیان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

برید تېره شپه د جمعه خان په نوم د یو کرونګر پر کور شوی دی او د دغه برید ټول قربانیان د نوموړي د کور غړي دي.

ځایي خلک وایي په وژل شوو کې دوه نجونې او درې هلکان شامل دي، چي یو یې ځوان دی.

په دغه برید کي د جمعه خان مېرمن، دوه زامن او دوه لوڼې ژوبلې شوې دي چې د لارو د بندېدو له کبله یې تېره شپه یوه ځایي روغتیایې مرکز ته لېږدولې دي.

جمعه خان د کندهار د میوند اوسېدونکی او سیمه کې د حاجي وزیر په نوم ځمکه وال کرونګر دی.

ځایي خلک وایي لارې د وسلوالو له خوا د ځمکنيو ماینونو له کبله بندې دي.

برید چا وکړ؟

تر اوسه افغان او بهرنیو ځواکونو د دې برید په تړاو څه نه دي ویلي.

خو سیمه کې د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، برید امریکايي ځواکونو کړی دی.

طالبان دا برید د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې تړون خلاف بولي او خبرداری ورکوي چې ورته بریدونه به بدې پایلې ولري.

دې ډلې تېره دوشنبه هم وویل، چې امریکايي ځواکونو هلمند او ننګرهار کې د دوی پر وسلوالو بمبار کړ او که ونه درول شي، سخت ځواب به ور کړي.

د طالبانو ځواب کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل، دا بریدونه یې د دوحې تړون سره ټکر کې نه دي او دوی د افغان ځواکونو دفاع کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: