شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پېښور: هغه پولیس نیول شوي چې د زده کوونکي په وژلو تورن وو.

پېښور: هغه پولیس نیول شوي چې د زده کوونکي په وژلو تورن وو.


د خېبرپښتونخوا د پېښور پوهنتون زده کوونکي تور لګوي تيره شپه د پېښور د فقير اباد پوليسو د بنو د ډومېل څخه راغلي يو زده کوونکي باندې پولیسو ډزې کړي او وژلی يې دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې يو زده کوونکي حامد وزیر وويل، د بنو ډومېل څخه درې زده کوونکي يو ټېسټ له پېښور ته راغلي وو تيره شپه د فقيراباد علاقې ته وتلي او هلته پرې پوليس راغلي د يو تن سره يې خبرې اړولي او بيا يې پرې ډزې کړي او وژلی یې دی.

د پېښور د فقير اباد پوليس تاڼې يو چارواکي اقبال وويل په دوه پولیس سرتيرو يې تور لګېدلی او د دوی پرضد د مقدمې درج کولو غوښتنه شوې او بيا پرې مقدمه هم درج کړی شوې ده.

هغه وويل د پوليس سرتيرو پرضد د وژنې مقدمه درج شوې او نيول شوي دي او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

خو پوليس چارواکي تاييد کړه چې دغه دوه پوليس سرتيري تيره شپه په علاقه کې په موټر سايکل د ګشټ په ډيوټۍ وو.

حامد وزير وويل وژل شوی زده کوونکی مبشر وزير نوميږي، او زياته يې کړه د دغه پېښې پرضد د پېښور پوهنتون زده کوونکو احتجاج کړی دی او د هغه مړی بيا خپلوانو اخستی او وړلی دی.
هغه وويل مبشر وزير د پېښور اسلاميه کالج نه اېف اېس سي کړې او بيا يې په لا کالج (قانون د زده کړو) دپاره ټېسټ ورکړی وو.

2 تبصرې

  1. This blog is definitely rather handy since I’m at the moment creating an internet floral website – although I am only starting out therefore it’s really fairly small, nothing like this site. Can link to a few of the posts here as they are quite. Thanks much. Zoey Olsen

  2. Sweet web site, super pattern, really clean and utilise genial.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *