په خېبر پښتونخوا کې څېړونکي وايي چې د پاکستان حکومت په پخوانۍ قبايلي سيمو کې د وسله والو ډلو ختمولو د پاره د ارمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې وروسته وخت په وخت پوځي عمليات کړي چې له امله یې د وسله والو زور مات شوی دی.
څېړونکي زياتوي چې د پاکستان دغه تګلاره خپلول نه يوازې په پاکستان کې د امن سبب جوړ شوی بلکې په افغانستان کې هم د امن پروسې ته تقويت ورکوي۔
په منطقه کې د مسقتل امن دپاره په پاکستان او افغانستان کې د وسله والو خلاف د دواړو ملکونو ګډه پالېسي او ګډ عمليات هم څېړونکي اهم بولي.
د پېښور پوهنتون د نړيوالې مطالعې د څانګې اسټنټ پروفېسر خورشيد خان رسنيو ته وويل په قبايلي سيمو او افغانستان کې جنګېدونکو واسله والو خلاف يو ځل بيا جامع تګلاه وضع کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي۔” د افغانستا سره تړلي خلک مونږه و نه ليدل چې په غټ تعداد کې دغه مجاهيدين ونيولې شول يا د هغوئ خلک ونيولې شول، مونږه ته دا ښکاري چې په افغانستان کې او پاکستان دننه د بمي چودنو کمې راغلې دې، نو دې نه دا ښکاري چې د پاکستان کوم اثر دې نو هغې کار کړې دې، او د امن د پروسې د پاره چې د تشدد د کمي کوم ضرورت دې نو په هغې کې واقعي کمې راغلې دې”
نوموړي زياته کړه اسلام اباد په افغانستان کې د امن پروسې د پاره خپل مهم کردار لوبه وي خو د راتلونکي د پاره د پاکستان خارجه پاليسي به د امريکا د موجوده صدر جوبایډن د افغانستان نه د خپلو پوځيانو په مکمله توګه نه وېستلو په پرېکړه هم منحصر وي۔۔
” جوبایډن دا هم وايي چې د افغانستان نه به پوځ وباسم خو څه پوځ به دلته ساتم، کومه خبره چې پاکستان غوښتله چې د افغانستان نه په مکمله توګه ټول پوځ وزي نو هغه نه کېږي نو اوس به دا خبره د پاکستان په خارجه پالېسۍ ډېر غټ اثر غورزوي”
په پېښور کې مېشت سينير صحافي رفعت الله اورکزۍ وايي چې د ترهګرو په اړه د پاکستان پالسۍ کې د پېښور آرمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې وروسته واضحه بدلون راغلی او هغه وسله والو ډولو پرضد يې عمليات کړې کومو چې د پولې دواړو اړخونو ته د عملياتو توان لرلو۔
اورکزی وايي چې د پاکستان دغه پاليسي په افغانستان کې د امن پروسې په ګټه تمامېږي۔” زمونږه د اسټېبلشمنټ چې کوم سوچ و د افغانستان په حوالې سره او خاص کر د داخلي واسله والو حوالې سره په هغې کې مونږه ته بدلون ښکاري، بيا چې کله په افغانستان کې د امن خبرې شورو شولې نو په هغې هم پاکستان د اول نه ډېر مهم کردار لوبه وي”
خو بل خوا پاکستان په خپله خاوره د افغان طالبانو حقاني شبکې او داعش ته پناه ورکړې او دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي.
پاکستان وايي د ترهګرو پر ضد يې بې طرفه عمليات کړي او په وروستيو کې يې د افغانستان سره په پوله د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګول هم پېل کړي او دريځ لري چې دغه کار د افغانستان د لوري پاکستان ته د ترهګرو راوړېدو مخه ونيول شي خو بلخوا پاکستان به په خپله خواره کې القاعدې داعش او داسې نورو ډلو ځای ورکړی او په افغانستان کې وخت په وخت حملې کوي.

Really enough, just look big
I besides conceive therefore, perfectly composed post! .