یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ډونلډ ټرمپ: هغه څه مې وکړل د څه لپاره چې ولسمشر شوی وم

ډونلډ ټرمپ: هغه څه مې وکړل د څه لپاره چې ولسمشر شوی وم


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ- چې نن یې واک پای ته رسېږي- د مخه ښې پیغام کې وویل، ویاړي چې تېرو دوو لسیزو کې داسې ولسمشر دی چې کومه نوې جګړه یې پیل نه کړه.

یوټیوب کې د ویډیو خپرولو سره ښاغلی ټرمپ زیاتوي، هغه څه یې وکړل چې کولو ته یې ولسمشر شوی و: “ډېر زیات کارونه مې وکړل، ما ستونزمنې او خورا سختې جګړې پیل کړې، ځکه زه د دې لپاره ټاکل شوی وم. “

نوموړي دا خبرداری هم ورکړ چې اوس د امریکا لپاره “تر ټولو لوی خطر ” د ملي غرور لپاره له منځه تللی باور دی.

نوموړي د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د خپل حکومت ځینې هڅې داسې وبللې چې پخوا بل حکومت نه وې کړې، لکه “له چین سره مخ په مخ کېدل” او منځني ختیځ کې د سولې ځینې تړونونه.

د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ وروستي کال کې د متحده عربي اماراتو او بحرین په ګډون څو عرب هېوادونو له اسراییل سره د سولې تړون وکړ.

د نوموړي پر وروستي کال امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او له بل هر وخت یې افغانستان کې ځواکونه کم شوي دي.

جو بایډن نن د امریکا ۴۶ ولسمشر کېږي.

ولسمشر ټرمپ خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د داعش خلافت یې له منځه یووړ: “موږ د ایران ځپونکي رژیم مقابل کې ودرېدو او د نړۍ مهم ترهګر، ایرانی قصاب قاسم سلیماني مو وواژه. “

ولسمشر ټرمپ د امریکا کانګرس کې د جنورۍ پر ۶ بلوا هم یاده کړه: ” ټول امریکایان دې بلوا هیښ کړل… دا هیڅکله هم د زغملو نه دی. “

پر کانګرس د بلوا لامل هم د نوموړي هغه وینا بلل کېږي چې تر دې پېښې مخکې یې د سپینې ماڼۍ مخ ته خپلو پلویانو ته وکړه.

په دا مهال سنا جرګه کې د جمهوریپالو مشر مچ مکانل وايي، د ولسمشر ټرمپ په پارولو سره دا پېښه وشوه.

ښاغلی مکانل- چې د جنورۍ پر ۲۰ د سنا جرګې مشري ډیموکراټ سیال ته پرېږدي – وویل، “بدماشانو ته درواغ ویل شوي وو. ولسمشر او نورو ځواکمنو کسانو پارولي وو. “

دوه ځلې استیضاح
ټرمپ پر کانګرس بلوا د نه زغملو وبلله.

چاک شومر چې د سنا جرګې مشر کېږي د سې شنبې په ورځ وویل، ډونلډ ټرمپ که واکمن وي یا بې واکه د اساسي قانون لپاره ګواښ دی.

ښاغلی ټرمپ له دې بلوا وروسته استیضاح کېږي او هغه هم په داسې مهال چې یو ځل مخکې هم استیضاح شوی و.

چاک شومر وايي، که ولسمشر محاکمه کې استیضاح شي، نو مشرانو جرګه یا سنا کې به ګناګار وبلل شي او ولسمشرۍ ته د بیا کاندیدیدو د مخنیوي لپاره به رایې ته وړاندې شي.

ښاغلی شومر نن له سناتور مکانل د سنا مشري اخلي او دا په جورجیا کې د ډیموکراټانو له خوا د دوو څوکیو تر ګټلو وروسته کېږي.

که څه هم د سنا سل څوکۍ اوس د دواړو ډلو ترمنځ مساوي دي، خو مرستیال ولسمشره کماله هریس حق لري چې اکثریت ډیموکراټانو ته وسپاري.

ولسمشر ټرمپ د نومبر د دریمې ټاکنو کې خپله ماتې او د جو بایډن بریا نه ده منلې او دې وروستي پیغام کې یې هم د بایډن له یادولو پرته ویلي، چې نن نوی حکومت پیلېږي.

3 تبصرې

  1. Excellent blog here! Also your website loads up very fast! What web host are you using? Can I get your affiliate link to your host? I wish my web site loaded up as fast as yours lol

  2. Hey, you used to write magnificent, but the last few posts have been kinda boring?K I miss your great writings. Past few posts are just a little bit out of track! come on!

  3. I am continually looking online for tips that can help me. Thank you!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *