شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې موټر بم چاودنې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې موټر بم چاودنې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې



کابل کې موټربم چاودنې ۳ افغان پوځیان وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي


د کابل په پغمان ولسوالۍ کې موټربم چاودنې لږترلږه درې افغان امنیتي پوځیان ووژل او ۱۲ تنه نور ټپیان کړل.
وسله‌والو طالبانو د پرونۍ دغې حملې مسؤلیت منلی دی.
له کله چې واشنګټن او طالبانو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې په خپلو کې موافقه لاسلیک کړې، په افغانستان کې وسله‌والې او بمي حملې روانې دي، خو وسله‌وال طالبان د لږو حملو مسؤلیت پر غاړه اخلي.


د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پرون تأیید کړه چې پرونۍ چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې، خو ویلي یې دي چې د د مړو شمېر ښايي زیات شي.
وسله‌والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې ۴۵ امنیتي پوځيانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړلې ده.


پرون د کابل په قرغه کې هم د ماین چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی او درې نور ټپیان کړي وو.

يوه تبصره

  1. Great write-up, I?¦m regular visitor of one?¦s site, maintain up the excellent operate, and It is going to be a regular visitor for a lengthy time.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *