شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / کراچۍ کې یوې چاودنې اتوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کراچۍ کې یوې چاودنې اتوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن (د اپرېل په ۷مه) په کراچۍ کې يوې چاودنې ۳ کسان ووژل او ۵ یې زخميان کړل. د کراچۍ ګلشن اقبال سيمې پوليسو مشر، ايس ايس پي معروف بن عثمان ويلي چې لومړي معلومات ښيي چې په ګلستان جوهر سيمه کې شوې دا پېښه د بمي چاودنې ده خو د نورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره پلټنې روانې دي.


د پولیسو په خبره وژل شوي درې واړه کسان د یوې کورنۍ غړي دي. يوه پکې ۳۵ کلنه سعيديه او د هغې درې کلن زوۍ او ۴ کلنه لور ده.


د کراچۍ د جناح روغتون مشرې، ډاکټر سيمي جمال وويل چې ژوبل کسان دغلته وروړل شوي او علاج یې روان دی.


تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *