شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / کرمه کې وسله والو یو قبایلي مشر وژلی

کرمه کې وسله والو یو قبایلي مشر وژلی

چارواکي وايي چې په کورمه کې وسله والو یو قبايلي مشر ملک حاجي رحيم وژلی دی.

د کورمې پولیسو مشر طاهر اقبال د اپرېل پر پنځمه وويل چې نن (دوشنبه) سهار شاخوا ۱۱ بجی د کوټکي ملک حاجي رحیم په غواګۍ ګاډي کې له مرغانو سیمې سدې ته روان وو چې ورباندی له سبرو سلي پوستې سره نېږدې وسله والو برید وکړ.

د وژلي قبایلی مشر د کورنۍ غړي مفتي سید مرجان وويل چې تر اوسه ورته معلومه نه ده چې ملک حاجي رحیم ولې وژل شوی دی.

دی البته وايي، ګومان يې دی چې هغه ځیني قومي مسلو او د تیندو شاملاتي ځمکو د شخړې د هوارولو هڅې یې کولې نو ښايي یې له دې وجې په نښه شوی وي.

مرجان زياته کړه چې دوی له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.

رپورټونه وايي، د قبايلي مشر د وژنې د پېښې پر ضد ځايي خلک او د علیشېرزیو مشران وروتلي او په څلورلاره کې یې احتجاجي پرلت وهلی دی.

دوی د ټل او پاړه چینار مرکزي لار تړلې او غوښتنه کوي چې د رحيم قاتلان دې ژر تر ژره ونیول شي.

په احتجاج کې شامل زاهد شاه وويل چې د غوښتنې تر منل کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

امنیتي او انتظامي چارواکو د سدې د مشرانو په ذریعه له احتجاج کوونکو سره مذاکرات پیل کړي خو د دې رپورټ تر چمتو کولو پورې د پرلت په ختمولو نه ول توانېدلي.

يوه تبصره

  1. An interesting discussion is worth comment. I think that you should write more on this topic, it might not be a taboo subject but generally people are not enough to speak on such topics. To the next. Cheers

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *