شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / پاکستان / کرېکټ: حکومت د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د ځنډولو امر کړی.

کرېکټ: حکومت د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د ځنډولو امر کړی.

کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ لوبې وځنډول شوې

شپږم پړاو پي ایس ایل وځنډېد

د پاکستان کرېکټ بورډ دغه هېواد کې د سوپر لیګ د روان شپږم پړاو سیالیو د سملاسي ځنډېدلو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې دغه لیګ کې د دریو نورو لوبېدونکو لوبغاړو د کورونا وېروس معاینات هم مثبت راغلل.

تر دې وړاندې د پي ایس ایل اړوندو ۴ نورو کسانو معاینات هم مثبت تشخیص شوي وو.

د سوپر لیګ سیالیو کې د یوې لوبېدونکې لوبډلې “کراچي کېنګز” د رسنیو برخې مسئول فیصل مرزا ویلي د سوپرلیګ سیالۍ دمګړۍ ځنډول شوې او کرېکټ بورډ به ژر په دې تړاو رسمي پریکړه اعلان کړي.


کورونا وېروس: پاکستان سوپر لیګ کرېکټ لغوه شو

د یادولو ده چې د تېر کال مارچ کې د سوپرلیګ پینځم پړاو سیالۍ هم د کورونا وېروس وبا له کبله نیمايي کې ځنډېدلې وې او پاتې لوبې یې بیا د نومبر میاشت کې وشوې.

ادعا دا ده چې د پي ایس اېل سیالیو کې ښکیلو لوبډلو د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي پر لارو چارو بشپړ عمل نه دی کړی.

په دغو اصولو کې راغلې وه چې لوبغاړي او د لوبډلو نور رسمي غړي به تر خپلو هوټلونو محدود وي، د بهر خلکو سره به له ناستو او کتو ډډه کوي او خوراک – څښاک به یې هم جلا وي.

د پي اېس اېل په دغو سیالیو کې تر دې دمه د پنځو لوبغاړو په ګډن د اوو کسانو د کورونا ټسټونه مثبت راغلي دي.

په هغوي کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې سوکه توپ اچونکی فواد احمد هم شامل دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي د پي ایس اېل شپږم پړاو سیالیو کې ښکیلو لوبډلو د کورونا وېروس د مخنیوي پر لارو چارو بشپړ عمل نه دی کړی

د پاکستان کرېکټ بورډ دغو پېښو ته په کتو پي اېس اېل کې د لوبېدونکو لوبډلو خاوندانو سره په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې دغه سیالۍ دې سملاسي دوردول شي.

تر دې وروسته په لومړي ګام کې به په روان پي اېس اېل کې شپږو لوبېدونکې لوبډلې خپلو غړو ته د “پي سي آر” معایناتو او جلا اوسېدو اسانتیاوې برابروي.

د کراچي کېنګز یوه غړي او د پاکستان ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم بي بي سي سره خبرو کې منلې چې ډاکترانو ورته له ځنډ پرته کور ته د تګ سپارښتنه کړې ده.

هغه د شکرې ناروغي لري او ډاکترانو ورته ویلي چې په اوسني وضعیت کې باید ډېر پام وکړي.

کوویډ-۱۹ ناروغۍ تېر ۲۴ ساعته پاکستان کې ۷۵ کسان وژلي دي.

دا د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې پاکستان کې په یوه شپه او ورځ د کورونا له اړخه تر ټولو د ډېرو کسانو مړینه ده.

5 تبصرې

  1. That is very fascinating, You are an excessively professional blogger.
    I’ve joined your rss feed and look forward to in the hunt for more of your magnificent post.
    Also, I’ve shared your website in my social networks

  2. This web site is mostly a stroll-by means of for all the information you needed about this and didn’t know who to ask. Glimpse right here, and you’ll undoubtedly uncover it.

  3. Hi there, yeah this post is in fact pleasant and I have learned lot of things from
    it concerning blogging. thanks.

  4. Some times its a pain in the ass to read what website owners wrote but this website is rattling user genial! .

  5. Este site é realmente fantástico. Sempre que acesso eu encontro coisas diferentes Você também pode acessar o nosso site e descobrir mais detalhes! conteúdo único. Venha saber mais agora! 🙂

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *