یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار: د ۱۷ ولسوالیو لپاره ولسوالان په یوه ورځ ټاکل شوي.

کندهار: د ۱۷ ولسوالیو لپاره ولسوالان په یوه ورځ ټاکل شوي.

د افغانستان په جنوب کندهار ولايت کې (۲۲ فبروري) د ټولو ۱۷ ولسوالیو لپاره په یوه ورځ نوي ولسوالان په دندو ګومارل شوي دي.

په تېرو نژدې دوو لسیزو کې د کندهار د ډېری ولسوالیو ولسوالان نه وو بدل شوي او یا هم په لږ توپیر له یوې ولسوالۍ څخه بلې ته تبدیل شوي وو.

د کندهار والي روح الله خانزاده د نويو ولسوالانو د پېژندنې په غونډه کې وویل “نوي ولسوالان باید د ټاکل کېدو سره سم خپلو ولسوالیو ته ولاړ شي” او په وينا يې “په عینو مېنه کي ولسوالۍ نه منم او که کوم کس نه غواړي، چې ولاړ شي څوکۍ دې پریږدي”.

تر دې وړاندې د دغه ولايت ځينو ولسواليو ولسوالان په کندهار ښار يا عينو مېنه کې اوسېدل او خپلو ولسواليو ته نه تلل.

د کندهار نوي ټاکل شوي ولسوالان وایي، د نوي طرازالعمل له مخي ورکړل شوی اجرائیوي واک باید سمبولیک نه بلکي په عمل کې پلی شي.

د دوی له ډلې د ارغنداب ولسوال محمد شریف رسولي وايي “یوازې د کاغذ پر مخ واک راکړل شوی خو اوس باید ټول هغه بنسټونه، چې په ولسوالۍ کې فعالیت کوي زموږ په واکونو خبر شي . “

د نويو ولسوالانو د پېژندنې په غونډه کې مخکينیو ولسوالانو هم له سیمه اییزي ادارې وغوښتل، چې د دوی خوندیتوب ته دې پام وشي او برخلیک یې مالوم شي.

تر دې وړاندي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر بنسټ د افغانستان ختیځ ننګرهار پنځلسو ولسوالیو ته هم نوي ولسوالان ګومارلي و.

افغان حکومت وړاندې ویلي وو، د افغانستان د ټولو ولسوالیو ولسوالان به د ازادو سیالیو له لارې په دندو ګومارل کېږي خو په کندهار کې تر ډېره دغه چاره د ولسوالیو د ځایي مشرانو په خوښه ترسره شوې ده.

یو شمېر په دې باور دي، چي د نويو ولسوالانو په ټاکنه کې د ولسوالیو د ټولو اوسېدونکو غوښتنه په پام کې نه وه نیول شوې.

کندهار کي يو مدني فعال حکمت الله صلحي وایي، وروستۍ ګومارنۍ د ولسوالانو د ټاکنو د طرزالعمل سره برابري نه دي .

افغان چارواکي وایي، د ښې حکومتولۍ په موخه د نويو ولسوالانو د ګومارنې بهير کې تازه په دندو ګومارل شوي ولسوالان یې د زده کړو، ښې مخينې او نوي فکر لرلو تر څنګ د ځاي خلکو د غوښتني پر بنسټ غوره کړي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د نشراتو او عامه اړیکو مشره نرګس مومند حسنزۍ په دې اړه بي بي سي ته وویل “د نورو معیارونو تر څنګ باید ولسوال د همغه ولسوالۍ اوسي دوهم با نفوذه او اغېزمن کس وي او درېیم باید د خلکو د تائید وړ وي . “

افغانستان کې لا هم د ولسوالۍ شوراګانې نه دي جوړې شوې، په پام کې وه د دغو شوراګانو ټاکني له تېرو ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره شوی وای خو د بېلابېلو لاملونو له امله ترسره نه شوې.

د افغانستان قوانینو له مخې د دغو شوراګانو دنده دا ده، چې د ولسوالانو کړنې وڅاري.

يوه تبصره

  1. Great post, I conceive blog owners should acquire a lot from this site its very user pleasant.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *