یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار کې په ځانګړو ځواکونو چاودنه شوې ده

کندهار کې په ځانګړو ځواکونو چاودنه شوې ده

په کندهار کې د ځانګړو ځواکونو پر قطعه چاودنه شوې ده. په کندهار کې ځینې سرچینې وایي چې پېښه نن سهار د کندهار هوایي ډګر ته نږدې شوې ده او تر چاودنې وروسته وسله واله نښته هم رامنځ ته شوې خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته دي. بلخوا له سیمې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې چاودنه خورا درنه وه او ښايي مالي او ځاني تلفات یې اړولي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی بیا وایي موټربم برید د ملي امنیت پر ورکشاپ څانګې شوی چې د ځانګړو ځواکونو کنډک هم په یاده سیمه کې نږدې دی. ده هم د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

2 تبصرې

  1. Loving the info on this web site, you have done outstanding job on the articles.

  2. Very interesting topic, thankyou for posting. “There are several good protections against temptations, but the surest is cowardice.” by Mark Twain.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *