شنبه , اپریل 10 2021
کور / خبرونه / بين المللي / 25م مارچ د بنګله دیش لخوا د خونړۍ جګړې یادونه لمانځل او د پاکستان اوسني حالات

25م مارچ د بنګله دیش لخوا د خونړۍ جګړې یادونه لمانځل او د پاکستان اوسني حالات

بنګله دېش د پاکستان نه د ازادۍ اخستلو لپاره 50 کاله پخوا په 25م مارچ د پېل شوې “خونړۍ جګړې” تراخه يادونه يادوي.

د بلډي ټېلېګرام تاريخي کتاب وايي د هغه وخت پاکستاني پوځ د بنګالي ملتپالو پر ضد خونړۍ جګړه پېل کړه خو بنګاليان د نهو مياشتو د مبارزې وروسته د يو خپلواکه هېواد په ګټلو بريالي شول او پاکستان د ماتې سره سره په منځ دوه ټوټې شو.

د مطبوعاتو نړيواله خبري اداره اې پي ليکي “د 25 مارچ کال 1971 په شپه د پاکستان پوځ د قامپاله بنګاليانو خلاف خونړي عملیات پيل کړل چې ډهاکه ښار او د پخواني مشرقي پاکستان نورو برخو ته وغزېد چې ازادي خوښي وځپي”.

دا کال دا ورځ په داسې وخت لمانځل کېږي چې بنګله دېش د ازادۍ ورځ لمانځي او پاکستان د 25 مارچ د يادونې په ځای په 23 مارچ د “پاکستان ورځ” لمانځله.

د هغه وخت په مشرقي پاکستان يا بنګال کې د پاکستاني پوځيانو د سلوک په اړه د پلټنو لپاره په اوسني پاکستان کې د ملک واکمنو د هغه وخت د سپريم کورټ جج جسټس حمود الرحمان- چې په نسل بنګالی وو- په مشرۍ کمېشن جوړ کړو خو تر ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې د کمېشن رپوټ اولس ته ښکاره نه کړل شو.

‌‌‌‌‌‌ډېر وخت وروسته چې د کمېشن پلټنې ښکاره شوې نو غټه خبره پکې دا وه چې پاکستاني پوځ ته د زياتي کولو حق نه وو ځکه چې د شخړې حل پوځي نه بلکې سياسي پکار وو.

د څېړونکو په وينا په پاکستان کې د غوښتنو پس هم رياست نه د حمود الرحمان کمېشن پلټنې او نه د نورو لانجمنو مسلو لکه په ايبټ اباد کې د ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې القاعدې مشر اوسامه بن لادن د وژلو او يا هم په ترهګر بريد کې د پېښور ارمي پبلک سکول د ماشومانو د وژلو په اړه د پلټنو لپاره جوړ شوو حکومتي کمېشنونو پلټنې اولس ته ښکاره کړي.
د بیلګې په ډول د آرمي پبلک سکول د پېښې لپاره جوړې شوې تحقیقاتي کمېټۍ تر اوسه اولس ته خپل رپوټ نه دی وړاندې کړی خو له بلې خوا بیا یوه پوځي چې مدثر اقبال نومېږي یوې خبري ادارې سره په مرکه کې اعتراف کړی چې ګویا د ماشومانو د وژلو دوی ته له بره آرډر شوی وو، دا ډول مرکې د پوځ او تحقیقاتي کمېټۍ لخوا بې ځوابه پرېښودل یاده پېښه کې د پوځ په کردار د اولس پوښتنې او غبرګونونه راپورته کوي.

د پاکستاني پوځ او ملاتړو مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو کردار:
پاکستاني پوځيان او ځايي مذهبې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د بنګال جماعت اسلامي پکې مخکې مخکې ښودل کيږي په اړه د هغه وخت په مطبوعاتو کې ويل شوي، چې دوی په ‌‌‌‌‌‌ډهاکه کې په تعليمي ادارو او د زده کوونکو په هاسټلونو ورننوتل او د زده کوونکو او ښوونکو په نيولو او راښکلو يې لاس پورې کړل.

د خبرونو د مخه د دوی د وژلو وړاندې به يې ورله سترګې وتړلې.

د اې پي د خبر د مخه په ‌‌‌‌‌‌ډهاکه ښار او د مشرقي پاکستان په نورو برخو کې پاکستاني پوځيانو په يو پوليس ودانۍ حمله وکړه او په لارو کوڅو کې يې عام خلک ووژل.

د هغه وخت د اې پي د يو خبر تر مخه د پاکستاني پوځي اپريشن شروع کېدلو څو ساعته وروسته د 26 مارچ په سحر بنګالي قامپاله سياستمدار شيخ مجيب الرحمان د بنګله دېش د ازادۍ اعلان وکړو چې په نتيجه کې يې نهه مياشتې جنګ پيل شو.

د بنګله دېش د وار کرايمز اينډ فيکټ فاینډینګ کمېټۍ د 2009 شمېرو تر مخه ملکي عدالتونو د کال 1971 د بنګاليانو د وژلو او په مسلمان او هندو بنګالۍ ښځو باندې د جنسي تېري په تورونو ککړ د 1597 ځايي خلکو خلاف مقدمې پيل کړي چې ځينې تنانو ته پکې د مرګ سزاګانې هم ورکړل شوي.

د بنګله دېش وزير اعظمې اغلې شېخ حسينه واجد د 25 مارچ په حواله په خپله وينا کې دا ورځ غندلې او ورته يې د جېنوسایډ ‌‌ډې لا د نسل وژنې ورځ ويلې ده.

په انځور کې ښکاري چې یو پوځي په یوه بنګله دیشي وګړي تشدد کوي

مشرقي پاکستان ازاد بنګله ديش شو:

بنګله دېش د پاکستان نه ازادي د ياد کال په 16 دسمبر وګټله چې د بنګالي تارخ پوهانو په وينا “پاکستاني ځواکونو خواوشا درې ميلينه بنګالي استاذان، ليکوالان، ژبپوهان، سياسي کارمندان او عام بنګاليان وژلي وو” او د رپورټ شوو اندازو تر مخه “د 200,000 نه تر 400,000 ښځو سره يې جنسي زياتی کړی وو چې وروسته د دې جينسي زياتي ښکار شوو ښځو ناجايزه بچي هم زېږېدلي وو”.

د جنسي تېري ښکار شوو ښځو او د ناجايزه بچو د پيدا کېدو په بېلابېلو فلمونو، ليکنو او لاسي کار کې څرګندونه شوې.
د ګار‌‌‌‌‌‌ډين خبريالې لوسي ليمبل په خپل رپورټ کې د دې په اړه د “رایزينګ سايلنس” [را اوچتېدونکې خاموشي] نوم او بنګالۍ ‌‌‌‌‌‌ډاکومينټري جوړوونکې شبنم فردوسي په خپل تحقيق “بورن ټوګيدر” [يوځای پيدا شوي] کې په تفصيل ذکر ورکړی دی.

بلخوا بیا د دغه پوځ کردار کې اوس هم ډېر بدلون نه ښکاري او همیشه د پاتې قامونو سره دا ډول چلند کوي لکه په مومندو ایجنسۍ کې یو پوځي د یوې ښځې او د هغې لورګانو ته د جنسي تېري په پار د هغوی کور د اوښتو په حال کې د هغوی لخوا ووژل شو،

هغه ښځه چې خپل کاله ته د اوښتو په حال کې یې پوځي وواژه د مومندو ایجنسۍ اوسیدونکې زیبا چې د یادې پېښې وروسته د مومندو په ملاله مشهوره شوې

دوهمه پېښه بیا د وزیرستان په خیسور نومې سیمه کې د یوه بې درکه کس یا میسنګ پرسن له ښځې د یوه پوځي میجر د جنسي غوښتنو کولو سره مخې ته راغله.

بلخوا بیا د بلوچ آزادي غوښتونکو جګړه هم له یوې داسې پېښې رانښلي چې یوه پوځي افسر د یوې بلوچې میرمنې سره جنسي زیاتی کړی.

پاکستان په دې هر څه منلو لا ردولو چپ دی البته د روانې مياشتې په نيمايۍ کې د لاهور لمز پوهنتون هغه څېړنيزه غونډه يې ودروله چې په پخواني مشرقي پاکستان کې د پاکستاني پوځ د 50 کلن سرچ لايټ پوځي اپريشن او د دې نه د سبق اخستلو د عنوان لاندې کېدله.

په ځايي خلکو او جغرافيا د برتانوي راج اغېزې:

د ازادۍ د دې جنګ ريښې په برصغير د برتانيه د قبضې وخت ته رسي چې په 1947 د دوو ملکونو په جوړولو ختمه شوه.

په هغه وخت کې خو هندوستان او پاکستان جوړ شول ولې وروسته بيا مغربي او مشرقي پاکستان د يو بل نه وشلېدل.

د دواړو پاکستانونو په اړه څېړونکي وايي که مغربي وو او که مشرقي پاکستان يواځې اسلام يې شريک مذهب وو خو نه يې کوم جغرافيايي تړون او پوله لرله او نه يې کوم کلتوري يووالی لرلو. د دوی په وينا ‌‌‌‌‌‌ډېر بنيادي اختلافونه يې لرل چې يو پکې د بنګالي ژبې په سر هم وو.

ژبه او د پاکستان رياست:
د څېړونکو په نظر بنګالي نه يواځې د مشرقي پاکستان د ‌‌‌‌‌‌اکثريت خلکو ژبه وه بلکې په دواړو پاکستانونو کې د ژبې د ويونکو په نسبت د اکثريت ژبه وه.

اردو په مغربي پاکستان کې ويل کېده چې زيات تره د هند نه پاکستان ته راغلو کډوالو ويله او پاکستان غوښتل چې اردو دې قامي ژبه ومنل شي خو بنګاليانو ترې انکار وکړو.

پاکستاني سرکاري سرشمېرنې چې په کال2017 کې شوي د صوبو د ابادۍ او د ژبې د ويونکو تناسب ښيي چې اردو د موجوده پاکستان خواوشا 7% خلک وايي. پنجابي ژبه د موجوده پاکستان د اکثريت ژبه ده او د شمارو د مخه پښتو دويمه لويه ژبه ده چې په پاکستان کې ويل کيږي، خو له بده مرغه چې د پاکستان په زیاتره سرکاري مکتبونو او پوهنتونونو کې په دغه ژبې خبرې کولو بندېز وي .

نن هم په باقي پاکستان کې د مورنو ژبو د ساتنې، دوی ته د سرکاري او اييني تحفظ ورکولو او بچو ته په مورنۍ ژبه د تعليم ورکولوغوښتنې کيږي.

د بنګله ديش تاريخ پوهان ليکي د مشرقي او مغربي پاکستان تر منځ د ژبې شخړه هلته راولاړه شوه چې کله “د پاکستان جوړوونکي” محمد علي جناح په کال 1948 کې ‌‌‌‌‌‌ډهاکې ته لاړو چې د بنګال خلکو هيله لرله بنګالۍ ژبه به د متحده پاکستان د اکثريت ژبه اعلان کړي خو د دې برعکس ښاغلي جناح اردو قامي ژبه وګرځوله.

مورنۍ ژبه ساتنه او د ‌‌‌‌‌‌ډهاکه پوهنتون د زده کوونکو برخه:

د بنګالي ژبې د ساتنې د تحريک پيلولو د پاره وړومبی ځای هم دا ‌‌‌‌‌‌ډهاکه پوهنتون وو چرته چې بنګالي زده کوونکو د مورنۍ ژبې د حق د پاره په 21 فبرورۍ کال 1952 کې احتجاج وکړو.

د پاکستان چارواکو د هغه وخت د مطبوعاتو په اساس د انګرېز د وخت ناخوښه قانون سېکشن 144 ولګولو او امنيتي ځواکونو په ‌‌‌‌‌‌ډهاکه پوهنتون چې پکې د ادارې وايس چانسلر هم پکې موجود وو يرغل وکړو او په ‌‌‌‌‌‌ډزو کې يې يو شمېر زده کوونکي ووژل شول.

د وژل شوو زده کوونکو په ياد ملګرو ملتونو بيا په کال 1999 د فبروري 21مه د مورنو ژبو نړيواله ورځ وګرځوله چې اوس هر کال لمانځل کيږي.

په متحده پاکستان کې د مشرقي پاکستان د اکثريت خلکو د جمهوري حق غوښتنه او د مورنۍ ژبې د ساتنې دا تحريک او جنجال د کلونو راهسې روان وو خو په دې وخت کې د بنګله دېش د ازادۍ چغې ورځ تر بله سېوا کېدلې.

په يو پسې بل پوځي ‌‌‌‌‌‌ډیکټېټر د پاکستان واک اخلي او عام انتخابونه کوي:

کله چې پوځي ‌‌‌‌‌‌ډېکټيټر فیلډ مارشل جنرل ايوب خان په 25 مارچ کال 1969 کې په اقتدار پرېښودلو مجبور کړل شو او اختيار يې يو بل پوځي جنرل يحيی خان ته وسپاره نو جنرل يحيی خان د کال 1970 په اخر کې د عامو انتخابونو کولو اعلان وکړو.

د اتخابونو په نتيجه کې د شيخ مجيب عوامي ليګ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اکثر څوکۍ وګټلې خو د نتيجو نه يې د مغربي پاکستان د اکثريت څوکو ګټونکي ګوند پاکستان پيپلز پارټي مشر ذوالفقار علي بهټو انکار وکړو.

بهټو وروستو بيا د جنرل ضياالحق په مارشل لا کې د پاکستاني عدالت نه د قتل په مقدمه تېزندي شو.

ذوالفقار علي بهټو:
بهټو د بنګال د ازادۍ او هندي ځواکونو ته د پاکستاني پوځ د تسليمېدو ګواه وو وروسته د باقي پاکستان وزير اعظم وټاکل شو چې ياد ګوند يې په پنجاب او سیند کې زيات سيټونه ګټلي وو، د څېړونکو په وينا د متحده پاکستان د ټولټاکنو او ملکي اکثريت د رایې پروا ونه کړه او دريځ يې ونيولو چې اقتدار بايد هم په مغربي پاکستان کې پاتې شي.

په يادو انتخابونو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې قامپاله ګوند نېشنل عوامي پارټۍ اکثريت اخیستی وو او په يادو صوبو کې يې حکومتونه جوړ کړي وو چې نزدې درې کاله پس د وزير اعظم ذالفقار علي بهټو د لاسه د بلوچستان منتخب حکومت مات کړل شو او په احتجاج کې يې د پښتونخوا حکومت استعفا ورکړه.

تاريخ پوهان وايي بنګاليانو د خپل ايني او قانوني حق دپاره احتجاجونه پيل کړل چې اخر د مارچ په 25 کال 1971 کې د پاکستاني خونړي پوځي عملياتو سوب شو او د بنګاليانو مبارزه د ‌‌‌‌‌‌ډسمبر په 16 نېټه کال 1971 د بنګله ديش د ازادۍ زېری شو.

د لکونو بنګالي کډوالو د ور رسېدو او د سر پټونې د پاره د هند سره د شريکې پولې نه اوړېدو وروسته هندي ځواکونه د بنګال د سياسي قيادت په غوښتنه مشرقي پاکستان ته واوړېدل چې په نتيجه کې يې نزدې 93000 پاکستاني ځواکونه هندي ځواکونو ته تسليم شول

په انځور کې ښکاري چې د پاکستاني پوځ جنرل نیازي د خپلو 93000 پوځیانو په نماندګۍ هندي پوځ ته تسلیمي ورکوي

او آخر هم د بنګالي قامپاله د ظلم او وحشت له تیارو بهر او د یو لړ قربانیو په بدل کې د یوه آزاد او خپلواک بنګله دیش واک داران شول.

اوس هم د پاکستان دوه قومي نظریې ته په کتو “د مثال په توګه د پښتنو احتجاج د څلورو جنازو سره نه یواځې په میډیا نه راخستل کېږي بلکې ځایي خلک په دې باور دي چې دغه کم کي ماشومان یوې پوځ پلوه مسلحې ډلې چې مشر یې ګوډ عبد الرحمن نومېږي وژلي دي” دې ته په کتو شنونکی امان الله آزاد خیال وایي که چېرې د پوځ دا ډول کړنې دوام وکړي نو لرې نه ده چې د بنګله دیش په څېر دې پاکستان یو ځل بیا ټوټه او یو آزاد پښتونستان او بلوچستان دې د نړۍ په نقشه کې اضافه شي.

يوه تبصره

  1. I like this web site very much, Its a very nice position to read and obtain info . “The world breaks everyone, and afterward, many are strong at the broken places.” by Ernest Hemingway.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *