شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان (پاڼه 2)

افغانستان

محب: پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه خورا مهم دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه خورا مهم دي.ښاغلي محب دا څرګندونې پنجشنبه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته …

بشپړ »

افغانستان: پاکستاني پوځ یوځل بیا ننګرهار او کونړ په توپونو ویشتلی

اسد اباد: (ټرایبل نیوز) د باوري سرچینو په قول د ننګرهار ولایت پر ګوشتې ولسوالۍ باندې او د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ باندې له تېرو پنځو ورځو راهیسي د پاکستاني پوځ لخوا د توپونو او راکټونو مرمۍ ویشتل کېږي او د ولسي وګړو ځایونه په نښه کېږي چې له امله …

بشپړ »

د پوځ ویاند: طالبان نشي کولی بیاځلې افغانستان کې واکمن شي، نه یې مونږ ملاتړ کوو.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي،‌ او نه غواړي چې په افغانستان کې بیا یوه سیاسي یا حکومتي تشه رامنځته شي.نوموړي چارشنبه له یو شمېر بهرنیو خبریالانو سره مرکه کې ویلي، افغانستان اوس د نویمې لسیزې …

بشپړ »

د ننګرهار ولایت سرحدي سیمې یو ځل بیا د پاکستاني پوځ تر توغندیو لاندې.

د مالوماتو له مخې د مومندو ایجنسۍ سره په غیر رسمي پوله پرته د افغانستان د ننګرهار ولایت سرحدي ولسوالي ګوشته کې د پاکستانیو ځواکونو له لورې د عامو خلکو پر ودانیو توغندیز بریدونه دا مهال دوام لري. د ځایي خلکو وینا ده چې په سیمه کې د پاکستاني پوځ …

بشپړ »

پاکستان: د افغانستان د مذاکراتو خبرې پر مختګ په لور روانې دي

پاکستان وايي “د افغانستان د سولې خبرې د مثبت پرمختګ په لوري روانې دي په دې کې به ځينې خنډان وي خو دغه خنډان به د وخت سره لرې شي او د پاکستان مثبت رول په دغه لړ کې ښکاره ده د پاکستان امن د افغانستان سره تړلی دی”.دغه خبرې …

بشپړ »

دوحه: افغان دولت او د طالبانو مرکچیانو خپلمنځي ناسته کړې.

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان دولت مرکچي پلاوي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویلي، دوشنبه ماښام د بین الافغاني‌ مذاکراتو د دواړو پلاو مشرانو او یو شمېر غړو خپلمنځي ناسته کړې ده.دواړو خواو پر خپلو اړوندو ټوېټر پاڼو لیکلي، چې دوی د مذاکراتو پر …

بشپړ »

کندهار: د ۱۷ ولسوالیو لپاره ولسوالان په یوه ورځ ټاکل شوي.

د افغانستان په جنوب کندهار ولايت کې (۲۲ فبروري) د ټولو ۱۷ ولسوالیو لپاره په یوه ورځ نوي ولسوالان په دندو ګومارل شوي دي.په تېرو نژدې دوو لسیزو کې د کندهار د ډېری ولسوالیو ولسوالان نه وو بدل شوي او یا هم په لږ توپیر له یوې ولسوالۍ څخه بلې …

بشپړ »

یوناما: په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه به کلنی راپور سبا خپور شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه به سبا ( سې شنبه، د کب ۵ ) کلنی راپور خپور کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز نن دا خبره پر خپل ټوېټر …

بشپړ »

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې تاوتریخوالی او جګړې د حل لار نه ده

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې تاوتریخوالی او جګړې د حل لار نه ده. ولسمشر غني نن د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان حکومت د یوې دایمي او رښتینې سولې ملاتړي دي او …

بشپړ »

کابل کې درې چاودنو دوه کسان وژلي

د چارواکو په وېنا نن د شورو/چارشنبې په سهار دوه چاودنې په کابل او بله په پغمان کې شوې چې پکې دوه تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.افغان رسنۍ وايي، د کابل په برکي علاقه کې په چاودنه کې پولیس افسر او د هغه ساتونکی وژل شوي …

بشپړ »