پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / افغانستان (پاڼه 267)

افغانستان

په لغمان کې چاودنې ګڼ شمېر وسله وال وژلي

په لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو په منځ کې یوه خونړی چاودنه شوې چې په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی چارواکي وایي، پیښه د الينګار ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. …

بشپړ »

ننګرهار کې د سپين غر نوې ولسوالۍ جوړه شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د ملي امنيت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، لومړی د سرپل، کندوز، ننګرهار، بدخشان، تخار، بغلان، کندهار، زابل، اروزګان، جوزجان، فارياب او غزني ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د يادو ولايتونو …

بشپړ »

د آذاربایجاني سرتېرو ۵۰ کسیزه ډله افغانستان ته را روانه شوې ده

د رسنیو د راپورونو له مخې دغه ډله عسکر به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپله دنده پر مخ بیایيي. آذاربایجان دمګړی د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۹۲ سرتېري او ۲کسه نظامي ډاکټران لري. ددوی نوي سرتېري به هم د افغان ځواکونو …

بشپړ »

ټول هېواد کې د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي،په ټول هېواد کې يې د ۱۰ زره مټريک ټنه اصلاح شوو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړه، چې ٢٠٠ زره کروندګر به ترې برخمن شي. له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دومره اصلاح شوی تخم به په …

بشپړ »

افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه جګړه د مهارولو پر ځای لا تودوي او د مخالفينو ليکې پياوړې کوي

پوځي شنونکي د امریکا د پوځ د هغه راپور په غبرګون کې چې وایي، هوايي ځواکونو يې په تېره سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي، وايي دا کار د افغانستان جګړه د مهارولو پر ځای لا تودوي او د مخالفينو ليکې پياوړې کوي. د شنونکو په باور، …

بشپړ »

په بدخشان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو طالبان په نښه کړل

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي د سه شنبې په شپه یوې بې پيلوټه الوتکې په راغستان ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو څلور توغندي توغولي چې د اتو طالبانو د وژلو او ۱۵ د ټپي کېدو ترڅنګ د دې ډلې زیات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي. …

بشپړ »

له اماراتي شرکت سره د ټاکنو کمېسیون تړون لغوه شو

  د پرولوجیکس شرکت د سندونو د څېړلو په اړه پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو، نړیوالو ادارو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ګډې کمېټې د یوې اوونۍ څېړنې پای ته ورسېدې. او دغه شرکت د ټاکنو کمېسیون لپاره د برېښنايي توکو د پېرلو لپاره واجد شرایط ونه پې‎ژاندل …

بشپړ »

د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن مازدېګر د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې د هېواد جمهوررئیس له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د تصویب یادونه او د یادې ستراتیژۍ د تدوین په …

بشپړ »

ننګرهار والي وايي راتلونکې کال کې به په ګوشتې ولسوالۍ کې يو شمېر مهمې پروژې پلي کړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يوې غونډې په ترڅ کې د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکې کال کې به په دغه ولسوالۍ کې يو شمېر مهمې پروژې پلي کړي. دغه غونډه، چې جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د تلې په اتلسمه …

بشپړ »

ملي تدارکاتو کمېسیون دروغتیا سربیره یوشمیر رغنیزی پروژی منظور کړي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون  غونډه پرون ماښام په ارګ کې د یو شمېر  کورنیو او بهرنیو څارونکو په ګډون ترسره شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه  کې د بېلابېلو تدارکاتي ادارو پر یو شمېر پروژو له بشپړ بحث وروسته د ۳.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت …

بشپړ »