سه شنبه , جنوري 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان (پاڼه 298)

افغانستان

پاکستانيو ځواکونو پر نازيانو ولسوالۍ بريدونه کړي

د ډيورنډ فرضي کرښې اخوا څخه د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ د هاوان ۶۰ مرمۍ را توغول شوې دي. د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره رسنيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ ناوخته د نازيانو ولسوالۍ پر چرچنو تنګي، نخترناو او بادين …

بشپړ »

نیکلسن دبرید په مخنیوي کې د افغان پولیسو کار ستایلی

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان په کابل ښار د یوې حملې په مخنیوي کې د افغان پولیسو کار ستایلی دی. د ناټو د غوڅ ماموریت څخه په يوه خپره شوي  خبرپاڼه کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن له نقل قوله لیکل شوي “د قاطع ملاتړ …

بشپړ »

د خپلواکۍ د ورځې په وياړ ۶۰ بنديان خوشې شول

د هېواد د خپلواکۍ ورځې په وياړ د جمهور رئيس د فرمان پر بسټ د ننګرهار له مرکزي زندانه ۶۰ بنديان ازاد شول. د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره رسنيو ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپلواکۍ ورځې په وياړ …

بشپړ »

ارګ: د پوهنې ښه والي لپاره ظرفيت، فرصت او علمي اراده شته

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د مدني ټولنې د يو شمېر فعالانو په حضور کې تېره ورځ د هېواد د پوهنې کيفيت د ښه والي او لوړولو په هدف غونډه وشوه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې، چې په ارګ کې وشوه، د مدني …

بشپړ »

پر معروف ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ايز بريدونه

امنيتي چارواکي وايي، وسله و الو طالبانو د کندهار د معروف ولسوالۍ په مرکز او شا او خوا امنيتي پوستو ډله ايز بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ولايتي شورا بيا د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکوي. طالبان هم په ياده …

بشپړ »

په دربابا ولسوالۍ کې د اوبو رسونې پروژې پیل شوې

ننګرهار ولایت د دربابا ولسوالۍ په ګوړکو،چورلالا، تودې چینې او نعمت کلیو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د څه د پاسه ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اوبو رسونې د ۶ پروژو چارې پیل شوې . په دې مراسمو کې د ننګرهار والي سربېره، امنیه قوماندان، …

بشپړ »

د مخابراتو وزیر دنده د فساد له امله ځنډیدلې

د افغانستان د مخابراتو وزارت د سرپرست وزیر دنده د فساد له امله ځنډول شوې او نوموړی تر تحقیق لاندی راغلی. هغه مکتوب چې د لوی څارنوالۍ له یوې سرچيې استول شوی کاږي چې د سید احمد شاه سادات دنده په دغه وزارت کې د پراخ مالي فساد له امله …

بشپړ »

کونړکې د۲۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د یو روغتون چارې پیل شوې

(ټرایبل نیوز  ۲۳ تله ۱۳۹۶ ): کونړ ولایت کې د۲۰ میلیونو افغانۍ په ارزښت د ولایتي ادارې په پرلپسې هڅو  د اسعد آباد روغتیایي کمپلکس د روغتون د جوړیدو لومړنۍ  چارې پیل شوې دي. کونړ ولایت کې د اسعد آباد ولایتي روغتون پراختیا چې د کونړ ولسونو له لومړیتوبو نو …

بشپړ »

غزني کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم د ویش لړۍ پیل شوې

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، هڅه کوي د دغه ولایت د کروندګر اقتصاد په پښو ودروي، څو دوی د کوکنارو له کرکیلې لاس واخلي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په همدې اړه د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې۲۳۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی …

بشپړ »

وسله والو په جوزجان کې یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي

په شمال جوزجان ولایت کې نا معلومو وسله والو یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه په وروستیو کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. د جوزجان والي ویاند رضیا غفوري …

بشپړ »