سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / عربي نړۍ (پاڼه 20)

عربي نړۍ

اندونیزیا کې زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان دي

په اندونيزيا کې يوې نسبتاً زورورې زلزلې لسګونه کسان وژلي او څه باندې ۳۰۰ نور يې ټپيان کړي دي. د اندونيزيا په ساحلي ټاپو سلاويسي کې د ۷،۵ درجې زلزلې او سونامي تر دا مهاله ۵۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ زيات يې ټپيان کړي دي. د اندونيزيا د افتونو …

بشپړ »

اردګان: باید جرمني، فتح الله ګولن د ترورستي سازمان په توګه وپېژ ني

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له جرمني وغوښتل چې د فتح الله ګولن حرکت د یوه تروریستي سازمان په حیث وپېژني. فتح الله ګولن په متحد ایالتونو کې ژوند کوي. انقرې دی د ترکیې د دوه زره شپاړسم کال د ناکامه کودتا په کولو تورن کړی. فرانکفورتر الګیمین زیتونګ …

بشپړ »

اسرائيل روسیې ته ګواښ کړی دی

اسراییل روسیې ته د هغې پرېکړې له امله خبرداری ورکړی چې پرون یې وویل غواړي سوریې ته د توغندیو هوایي دفاعي پرمختللی سیستم ورکړي. د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړی چې دا اقدام به دغه جګړه ځپلې سیمه نوره هم بې ثباته کړي. دواړو مشرانو …

بشپړ »

اسرائيلي عسکرو یو فلسطینی ځوان وژلی ۱۶ نور ټپیان دي

اسرائيلي یرغلګرو يو فلسطينی ځوان په ډزو وژلی او ۱۶ نور يې ټپيان کړي. اسرائيلي عسکرو پر سوله ييزو لاريونکوونکو ډزې کړي او دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده. د فلسطين د روغتيا وزير رسنيو ته ويلي، چې د محمد ابو صادق په نوم ۲۱ کلن ځوان د اسرائيلي عسکرو …

بشپړ »

روسیه سوریې ته د میزایلو سیستم ورکوي

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو نن وویل، چې هیواد یې د دوو اونیو په ترڅ کې د سوریې حکومت ته د ایس ٣٠٠ ډوله میزایلو سیستم ورکوي. د هغه په وینا دغه سیستم به په پوره اندازه د سوریې د پوځ جنگي قابلیت لوړ کړي. روسیه دغه کار …

بشپړ »

سعودي کې د نیول شوو علمانو شمېر ۶۰ تنو ته ورسېده

سعودي د حکومت له لوري په وروستيو کې د نيول شويو سترو ديني عالمانو او دعوتګرو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی دی. دې هېواد کې د بنديانو د چارو څارونکي حساب «معتقلي الرأي» خبر ورکړی، چې د هغو سترو عالمانو او دعوتګرو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی چې د حکومت …

بشپړ »

داعش په ایران کې د شوي برید پړه ومنله

داعش ډله وايي د ایران په اهواز کې نننی برید دوی کړی دی داعش ډلې پر خپله وېبپاڼه اعماق باندې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې په ایران کې پر نظامي پرېډ نننی برید دوی کړی دی. تر دې وړاندې د الاحواز ملي مقاومت په نامه ډلې ددغه …

بشپړ »

د ایران په اهواز ښار کې پر نظامي پرېډ د وسله وال برید مرګ ژوبله لوړه شوې ده

د ایران په اهواز ښار کې پر نظامي پرېډ د وسله وال برید مرګ ژوبله لوړه شوې ده. ایراني رسنۍ وايي چې په لس دقیقې وسله واله نښته کې نږدې شل ایراني عسکر وژل شوي او تر دېرشو ډېر نور ټيپان دي. دغه برید داسې مهال وشو، چې په اهواز …

بشپړ »

ملګرو ملتونه د یمن هېواد په بشري مرستو کې ناکام شوي دی

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، درې پر څلور یمنیان یا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو بشري چارو چارواکو ویلي، نړیوال بنسټونه په یمن کې د لوږې ضد مبارزې له ماتې سره مخامخ شوې دي. شمېرې ښيي، چې یمن کې اته میلیونه وګړي …

بشپړ »

یمن راتلونکي کې د لوږې او قحط سالۍ سره مخ دی

د ملگرو ملتونو د انساني امداد د څانگې مشرخبرداری ورکړی دی چې په یمن کې سخت قحط راتلونکی دی او د دې د لاسه په لویه کچه د انسانو د مرگونو خطر دی. مارک لوکاک د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته وویل چې …

بشپړ »